وانګ يي به د کرو وبا ضد د مبارزې په اړه د ۶ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې مشري وکړي
cri2021-04-27 09:20:52
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ، د کرونا وبا ضد د مبارزې په اړه د چين، افغانستان، پاکستان، نيپال، سريلانکا او بنګله دېش  ۶ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويډيويي غونډه به د اپريل په ۲۷مه نېټه د وزير وانګ يي تر مشرۍ لاندې تر سره شي. ۶ وزيران به د کرونا وبا د ګډې مبارزې لپاره د خپلمنځي يووالی او همکارۍ د ژورتيا او تر دغه وبا وروسته د اقتصاد د عادي کېدو د هڅولو په هکله د نظريو تبادلې وکړي. (هيله)