د چين استازی: د ايران اټومي موضوع په اړه د ويانا په ناسته کې پرمختګ شوی،خو لاهم اختلافونه شته
cri2021-04-28 11:42:59
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخیز تړون د ګډې کمیټې د سیاسي عمومي مديريت د نوې پړاو ناسته د اپرېل په ۲۷مه نېټه د اطریش په ویانا کې تر سره شوه. په ویانا کې په م م کې د چین دایمي استازي وانګ چيون هم په دې ناسته کې ګډون وکړ.

وانګ چيون وویل چې د امريکا او ایران له خوا د ياد تړون د پلي کېدو په اړه خبرې اترې څلورمې اوونۍ ته داخلیږي. دا به یوه ډیره مهمه اونۍ وي. اوس په خبرو اترو کې یو څه مهم پرمختګ شوی ، خو لاهم یو څه مهم اختلافونه شتون لري. د چین په اند د امريکا پخواني حکومت په هراړخيزه توګه له ياد تړون څخه وتلی او پر ایران یې ډېر فشار اچولی چې د اوسني بحران لامل شوی. نو امريکا باید لومړی په ایران او دریمې خوا باندې ټول غیرقانوني هراړخيز بندیزونه لغوه کړي. دا د خبرو اترو د بریا کلي ده.