په افغانستان کې د امريکا شل کلنه جګړه پوره ناکامه شوې
cri2021-04-28 15:16:07
شريکول:

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان په دې وروستيو ورځو کې ويلي دي، چې امريکا او ناټو د افغانستان له مختلفو اډو څخه د خپلو پوځونو د ايستلو کارونه پيل کړي دي. د پلان له مخې، دوی به د راتلونکي سپتمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستان څخه خپل ټول پوځونه وباسي. په دې توګه به په افغانستان کې د امريکا دغه شل کلنه جګړه بې پايلې واوسيږي او تر شا به يو سخت ويجاړ شوی افغانستان پرېږدي.

شل کاله مخې، امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه په افغانستان کې جګړه پيل کړه او له امله يې سخت بشري مصيبتونه رامنځته کړي دي. د امريکا د بوستون پوهنتون د يوې شمېرنې له مخې، له ۲۰۰۱کال راهيسې په افغانستان کې د امريکا د جګړې له امله کابو ۲۴۱ زره تنه وژل شوي او په دې جمله کې څه باندې ۷۱ زره تنه ملکي وګړي شامل دي. که څه هم د دې هېواد په پلازمينه کابل او لويو ښارونو کې، د چاودنو او بريدونو پېښې هم ډيرې دي او د ځايي وګړيو د ژوند پر وړاندې يې زياتې ستونزې جوړې کړې دي.

د جګړې له امله په افغانستان کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ له ځنډ او خنډونو سره مخ شوی، اوس دغه هېواد لا هم په نړۍ کې له وروسته پاتو هېوادونو څخه يو دی. د اسيا انکشافي بانک ترسره کړې پلټنې شمېرې څخه معلوميږي، په افغانستان کې 54.5 سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي،  د ځوانو کارکوونکو په ډله کې د 40.1 سلنې کسانو ورځنی عايد له ۲ ډالرو هم کم دی.

په ضمن کې د يادونې وړ خبر دا دی چې طالبان د امريکا د دې جګړې د اصلي موخې په توګه وو، خو اوس يې جګړه ييز توان ډېر پياوړی شوی دی او د امريکا تر ملاتړ لاندې د افغان حکومت لپاره د يو لوی ګواښ په توګه ګرځېدلي دي. د روان کال په سر کې د امريکا د ډيپلوماتيکو اړيکو ټولنې دا منلې ده چې طالبان له ۲۰۰۱کال راهيسې تر ټولو زيات د ځواکمنۍ په حال کې دي.

امريکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د جګړې لپاره ۲ زره ميليارډه ډالره لګولي او څه باندې ۲۴۰۰ امريکايي سرتيري پکې وژل شوي دي. خو امريکا نه یوازې د طالبانو د له منځه وړلو موخه نه ده پوره کړې، بلکې د طالبانو د لا پياوړتيا بهير ليدل کيږي او افغانستان يې له يوې خطرناکې راتلونکې سره مخ کړی دی. د امريکا د بروکينس انستېتيوټ څو ورځې مخکې په دې اړه ويلي وو چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو پوځونو تر وتلو وروسته  ښايي په دې هېواد کې يوه لا اوږده او سخته کورنۍ جګړه روانه شي. د اسيا او ارام سمندر صندوق پروفيسر سجيان ګوخل په دې اړه خوشبينه نه دی نوموړي وويل، افغانستان  ښايي د تېرې پېړۍ د نهمې لسيزې په شان يو ځل بيا د توندلارو اورپکو د رامنځته کېدو ځاله وګرځي.

له دغې نتيجې څخه معلوميږي چې په افغانستان کې د امريکا دغه جګړه او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې تګلاره پوره ناکامه شوې ده. امریکايي ماډل ديموکراسي په نورو هېوادونو کې بې نتيجې ده. که افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ رامنځته کېدو په سرچينه بدل شي، نو د امريکا دغه جګړه به بيخي د مسخرې وړ شي.

دا لا د مسخرې وړ خبره ده چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو تر اعلان وروسته، د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کروبي په يوه خبري ناسته کې دا هيله وښودله چې نور هېوادونه د افغانستان د ملي حاکميت درناوي وکړي. خو په حقيقت کې امريکا پخپله هغه يو هيواد دی چې د افغانستان ملي حاکميت يې د شلو کلونو راهيسې تېري لاندې راوستی و او اوس له نورو غواړي چې د افغانستان د ملی حاکميت احترام او درناوی وکړي، د امريکا دغه کړنه ډېره بې شرمي او سپين سترګي بلل کېږي.

نه يوازې افغانستان، عراق، سوريه او ليبيا په شمول هغه هېوادونه چې امريکا د دوی په کورنيو چارو کې نظامي لاسوهنې کړې دي، ټول په سياسي ترينګلتيا کې ګير او لويدلي دي، په دې توګه له پرمختګونو وروسته پاتې شوي دي او د خلکو ژوند يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. امريکا د ديموکراسۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې په زور لاسوهنې کړې او په نړۍ کې تر ټولو ستر ستونزه جوړوونکی ګرځېدلې ده.

د يادونې وړ خبر دا دی چې د جوبايډن حکومت ويلي له افغانستان څخه د خپلو پوځونو ايستلو يوه مهمه موخه يې د چين ضد مبارزه کول دي، له دې څخه معلوميږي چې امريکا لا هم د ساړه جنګ په فکرې کې ايساره پاتې ده، د زورواکۍ عملونو يې دا چې نړۍ ته بې شمېره زيانونه رسولي په عين وخت کې به خپل ځان ته هم حتما زيانونه ورسوي.