وانګ یی د کرونا وبا ضد مبارزې په اړه د چین ، افغانستان او پاکستان په ګډون د ۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیويي کنفرانس مشري وکړه
cri2021-04-28 11:31:37
شريکول:

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین ، افغانستان ، پاکستان ، نیپال ، سریلانکا او بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیرانو د اپرېل په ۲۷مه نېټه ویډیويي کنفرانس جوړ کړ ترڅو د کرونا وبا ضد مبارزه کې همکارۍ وکړي. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دې کنفرانس مشري وکړه ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال ميرويس ناب ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي ، د نیپال د بهرنیو چارو وزیر جوالي ، د سریلانکا د بهرنیو چارو وزیر ګانااوادنا او د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر عبدالمومن په دې کنفرانس کې ګډون وکړ.

وانګ يي وویل چې دې غونډې هند ته هم بلنه ورکړه. چین چمتو دی چې هر وخت د هند له غوښتنو سره سم له هنديانو سره مرستې وکړي.
وانګ یی په يادو شپږو هیوادونو کې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې د همکارۍ پیاوړتیا وړاندیز وکړ چې موږ باید د وبا د مخنيوي لپاره يووالی پياوړی کړو، د وبا په وړاندې مبارزه کې عملي همکارۍ ژورې کړو ، تر وبا وروسته اقتصادي بیارغونې ته وده ورکړو او د ټولو هیوادونو د پرمختګ لپاره مناسب نړیوال او سیمه ییز چاپیریال وساتو. 

(ليلا)