شي جين پينګ: هیڅوک بايد په بېوزلۍ کې پاتې نشي
cri2021-04-28 11:21:02
شريکول:

د چين رهبر شي جين پينګ د اپرېل د ۲۷مې نېټې په سهار د ګوانګ شي له قومي موزيم څخه ليدنه وکړه او د جوانګ قوم د تاریخ ، کلتور او دودونو په اړه يې معلومات تر لاسه کړل.  له میوزیم څخه بهر ، د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د مارچ د ۳مې نېټې د سندرو ويلو فيسټيوال په اړه کلتوري فعالیت ترسره شوی. رئيس شي جين پينګ په خوښۍ وویل چې ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې په دې وروستیو کلونو کې لوی پرمختګ کړی او د غربت کمولو دنده يې په بریالیتوب سره بشپړه کړې چې څه د پاسه ۶ مليونه ۳۰۰ زره خلک له غربت څخه ايستل شوي دي. ما وویل ،هیڅوک بايد په بېوزلۍ کې پاتې نشي. د چينايانو، د چين د کمونست ګوند او د چين د کمونېست ګوند د مشرانو وينا رښتيا ده. اوس په چین کې د ټولو ۵۶ قومونو خلک له بېوزلۍ څخه وتلي او موږ خپله ژمنې پوره کړې. موږ له بېوزلۍ ضد مبارزې څخه لاس نه دی اخيستی ، باید د دوهمې سل کلنۍ هدف ته لاړ شو او هېڅ قوم بايد په بېوزلۍ کې پاتې نشي.