د چين او جنوبي اسيا ترمنځ د لسمې دورې کلتوري فورم د کلتور په اړه د ځوانانو انلاين غونډه تر سره شوه
cri2021-04-29 16:46:33
شريکول:

د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې د اپريل په ۲۸مه نېټه د چين د بهرنې دوستۍ ټولنې او د يون نان ولايت د حکومت په کوربتوب د چين او جنوبي اسيا ترمنځ د لسمې دورې کلتوري فورم د کلتور په اړه د ځوانانو انلاين غونډه تر سره شوه. د چين، افغانستان، بنګلاديش، هند، نيپال او پاکستان په شمول د شپږو هېوادونو محصلينو، خبري رسنيو، د دوستو سازمانونو څه باندې شلو تنو ځوانو استازو د ورېښمو لارې روحيې د خپرولو او د اسیا راتلونکي د لرليد په باب د نظريو تبادلې وکړې.

 

د چين د بهرنې دوستۍ ټولنې مرستيال لي شي کوي په دې فورم کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له کبله چين د جنوبي اسيا له هېوادونو سره تړل شوی او د سيمه ييزې همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره ګټور شرايط برابر شوي چې د سيمې هېوادونو او خلکو ترې ګټې اخيستې دي.