د اسيا پرمختيايي بانک د اپريل په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۲۱ کال د اسيايي پرمختګ لرليد په نوم رپوټ خپور کړ چې له مخې يې د نړيوال اقتصادي فعاليتونو په زياتېدو، د نړيوالو توليدي چارو په ځواکمنېدو او صادراتي ارزښت په زياتوالي سره د اسيا يو شمېر پرمختيايي اقتصادونه اوس د بيا سمسورتيا په حال کې دي. په ۲۰۲۱ کال کې د اسيا د پرمختيايي هېوادونو اقتصادي زياتوالی ښايي ۷.۳٪ ته لوړ شي.
په دغه رپوټ کې ويل شوي چې د صارداتي ارزښت چټک زياتوالی او د اوسېدونکو لخوا د مصرفي لګښت تدريجي اعاده کېدل به په روان کال کې د چيني اقتصاد د زياتوالي هڅونه وکړي. په روان او راتلونکي کلونو کې د چيني اقتصاد زياتوالی ښايي په جلا جلا توګه ۸.۱ سلنې او ۵.۵سلنې ته ورسېږي.
( سپوږمۍ)