د شينجيانګ په اړه د نړيوالې ټولنې د عدالت اوازونه مخ په زياتېدو دي
cri2021-04-29 10:31:49
شريکول:

د سينګاپور د ليان هه ځاو باو په نوم ورځپاڼې څو ورځې مخکې د شينجيانګ د پنبې په اړه يوه مقاله خپره کړه چې پکې ليکل شوي، په شينجيانګ کې د جبري کار په اړه تورونه بيخي بې ځايه دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۲۸مه نېټه وويل، له يوې مودې راهيسې، د شينجيانګ په اړه د نړيوالې ټولنې د عدالت اوازونه مخ په زياتېدو دي، په داسې حال کې چې د ځينو لوېديځو هېوادونو رسنۍ پر شينجيانګ په تورونه لګولو بوخت دي، د شينجيانګ په اړه عيني او عادلانه خپرونې ډېرې ارزښتناکې دي. 

ښاغلي جاو لي جيان په خپلو خبرو کې د Project Syndicate په ويبپاڼه کې د اړوندو مقالو، د ناروي د فلون ښار پخواني ښاروال وېستبي د راپور، د فرانسې ليکوال ويواس د اويغوري قوم په اړه د جعلي خبرونو د ختمېدو په نوم کتاب او د امريکا د Grayzone مجلې په ويبپانه کې د اړوندو مقالو په يادولو سره دې ته اشاره وکړه چې له يوې مودې راهيسې، په نړيواله ټولنه کې د شينجيانګ په اړه عدلانه او عيني اوازونه مخ په زياتېدو دي. (هيله)