څو اړخيزم د افغانستان مسئلې په شمول د ټولو نړيوالو ستونزو د حل يوازېنۍ لاره ده
cri2021-04-29 16:47:37
شريکول:

د اپريل ۲۴مه نېټه د څو اړخيزم او د سوله ييزې ديموکراسۍ له نړيوالې ورځې سره برابره وه. په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د دفتر عمومي مديرې تاتيانا والوايا په همدې ورځ د يوې ويډيويي وينا په خپرولو سره وويل، څو اړخيزم نه يوازې د ملګرو ملتونو د منشور او تر ۲۰۳۰کال پورې د دوامداره پرمختګ د اجنډا بنسټ دی، بلکې د انسانانو د سولې او پرمختګ د هڅولو لپاره زيات اهمیت لري.

مېرمن والوايا په خپله وينا کې وويل، اوس د نړۍ پر مخ يو لړ سترې ننګونې موجودې دي، مثلاً اقليمي بحران، وسلوالې شخړې، د بېوزلۍ او نابرابرۍ زياتېدل او نړيواله بې باوري او داسې نور. څو اړخيزم د نړيوالو ستونزو د حل او له منځه وړلو تر ټولو اغېزمنه لاره ده. نوموړې وويل، د نړيوالې ادارې په سيستم کې بايد ستر اصلاحات ترسره شي او د نړيوالو ستونزو د ليرې کولو يوازېنۍ اغېزمنه لاره دوستانه همکاريزې اړيکې او نړيوالې همکارۍ دي. موږ بايد په روان کال کې ځينې ضروري کړنې غوره او ترسره کړو، بېلا بېل هېوادونه بايد جغرافيايي سياسي خطرونه، ګواښونه له منځه يوسي او خپلمنځي ګډ ټکی دې پيدا کړي.

مېرمن والوايا پر بېلا بېلو خواوو غږ وکړ چې د څو اړخيزم له فرصت څخه استفاده وکړئ او ملګرو ملتونو دغه کار پيل کړی دی. نوموړې وويل، موږ بايد دې ته پاملرنه وکړو که څه هم ډېرې ستونزې شته دي، خو ورسره په څنګ کې په نړۍ کې ډيرې مثبتې فعالې نمونې هم شته دي، مثلاً د کوويد-۱۹ ضد د واکسين تطبيق پلان، د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونو، نړيوالو سازمانونو، غير حکومتي سازمانونو او شاملو خواوو په ګډه د دوامداره پرمختګ موخې ته د رسېدو په برخه کې د پام او يادونې وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. نوموړې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې راځئ له نړيوالو ننګونو سره په ګډه مقابله وکړو او زياته يې کړه، د څو اړخيزم او  د سوله ييزې ديموکراسۍ د نړيوالې ورځې په درشل کې يادو فعالو او اغېزمنو نمونو ته پاملرنه کول ډېر اهميت لري او بايد داسې نمونې نورو ساحو ته هم پراخې کړی شي. د نړيوالو ستونزو حلول زموږ د ټولو کوښښونو او هلو ځلو ته اړتيا لري.

په حقيقت کې چين تل پر څو اړخيزم ټينګار کړی دی او کوي يې. له کرونا وبا سره د مقابلې په برخه کې چين له ګڼ شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره ګټورې همکارۍ کړې دي او د کوويد-۱۹ ضد د واکسين د تطبیق په نړيوال پلان کې يې ګډون کړی دی. چين د دغې وبا ضد په نړيواله مبارزه کې هم مهم او اغېزمن رول لوبولی دی او د مېرمن واليوايا په خبرو کې په يادو شوو فعالو نمونو کې يې لارښوونکی او ستر خدمتونه کړي دي.

 د افغانستان مسئلې په اړه چين تل د څو اړخيزم تر چتر او لارښوونې لاندې عادلانه دريځ درلودلی دی او لري يې. په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت لوی سفير وانګ يو د روان کال په فبرورۍ مياشت کې يوه ليکنه چې سرليک و ((چين تل پر څو اړخېزم ټينګار کوي او غواړي چې د افغانستان په شمول له ټولو سره په ګډه د بشري ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي)) سفير وانګ يو په دې مقاله کې دې ته په اشارې سره ويلي دي د څو اړخيزم ساتنه او تطبيق د چين او افغانستان له هوکړې او د همکارۍ له لوري سره سمون لري. چين تل له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) له کارونو ملاتړ کړی دی، د افغانستان مسئلې په اړه يې په څو اړخيزو ناستو، غونډو کې فعال ګډون او رغوونکی رول لوبولی دی او د افغانانو لخوا د خپل هېواد د حاکميت او ادارې له لوړو ارزښتونو يې ملاتړ کړی دی او کوي يې. تېر کال د ملګرو ملتونو د ۷۵مې اسامبلې په عادي مباحثوي غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د څو اړخيزم پر مهموالي ټينګار کړی و او غوښتنه يې کړې وه ملګري ملتونه بايد د دغه هېواد پر وړاندې د شته ټولو ستونزو د له منځه وړلو او حل کولو لپاره بايد مهم لارښوونکي رول په غاړه واخلي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن څو ورځې مخکې له افغانستان څخه د ټولو امريکايي پوځونو د ايستلو مهالوېش اعلان کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه څرګنده کړه د افغانستان مسئلې سياسي حل د ټولو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري. چين غواړي د څو اړخيزم په چوکاټ کې له اړوندو خواوو سره همکارۍ او همغږۍ ته دوام ورکړي په نږدې وخت کې به په افغانستان کې د سولې، روغې جوړې او امن د عملي کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

د يادونې وړ خبر دا دی چې نه يوازې د افغانستان مسئله، بلکې د نړۍ ټول پېچلي موضوعات يوازې د څو اړخيزم له لارې حلېدای شي.