جاپان د چين په اړه ډيپلوماتيکو چارو کې غلطه خوا غوره کړی
CRI2021-04-29 14:08:53
شريکول:

د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۲۷مه نېټه د ۲۰۲۱ کال د ډيپلوماسۍ آبي کتاب خپور کړ، په دغه کتاب کې يې له يوې خوا د ټاپوګانو په برخه کې د دغه هېواد او چين ترمنځ د اختلاف او د جنوبي سمندرګي، هانکانګ او شينجيانګ چارو په يادولو سره د چين د خطر نظريه تبليغ کړې او له بلې خوا يې د اقتصاد په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د (( ډېرو مهمو دوه اړخيزو اړيکو  )) په توګه بيان کړې دي. د سياست او اقتصاد په برخو کې د چين په اړه  د جاپان د رويو له څرګندتضاد څخه  ښکاريږي چې د چين په اړه د دغه هېواد په تګلارو کې لوی توپير شتون لري. د جاپان دغه کړنې دا ښيي چې د چين په اړه د جاپان ډيپلوماتيکې تګلارې دواملرونکي نه دي او دغه هېواد د دغو تګلارو بدلون ته اړتيا لري.

د جاپان لومړی وزير سوګا يوشيهدي يو تجربه لرونکی سياستوال دی او د نورو وګړو په اند هغه د خپل کار په سبک کې احتياطي او ثابته رويه لري، خو د چين په اړه ډيپلوماتيکو چارو کې د نوموړي د کابينې هغه ناوړه کړنې د توقع خلاف دي، چې په تېر مارچ کې يې له امريکا، هند او استراليا سره د څلور اړخيز ميکانيزم خبرې اترې وکړې، د اپريل په منځ کې يې د امريکا او جاپان د مشرانو ګډه اعلاميه خپره کړه او په دې وروستيو کې يې د ډيپلوماسۍ آبي کتاب خپور کړی دی، په تيره بيا په علني توګه يې د تايوان تنګي وضعيت ته تش په نوم (( پاملرنه )) څرګنده کړې، چې د جاپان دغه کړنه د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو له سرې کرښې څخه څرګنده سرغړونه ده.

د امريکا او جاپان ترمنځ د عنعنوي اتحاد سر بيره، د جاپان ټولنيز وضعيت د دغه هېواد د ډيپلوماتيک دريځ بدلون سبب دی. د تېر کال په سپتمبر کې د يوشيهدي کابينې له لوړې څخه راهيسې په جاپان کې د دغې کابينې د ملاتړ انډول لوړ نه دی. د کرونا وبا ضد د دغې کابينې د کمزورتيا او د هېواد د اقتصادي ټيټوالي له امله د روان کال له جنورۍ څخه د جاپان خبري رسنيو په راپورنو کې د راتلونکي لومړي وزير د نوماندۍ په اړه بحثونه رامنځته شوي دي.

د امريکا نوي حکومت له لوړې وروسته چين خپل تر ټولو لوی سيال بللی او له ملګرو هېوادونو سره يې د چين د پرمختګ د مخنيوي ډيپلوماتيکې تګلارې هڅولي، چې دا کار  د جاپان لپاره د يوشيهدي کابينې په نظر يو فرصت بلل کيږي. د يوشيهدي کابينې په اند که له امريکا سره اړيکې نژدې کړي او د چين په اړ کلک دريځ غوره کړي، د خپلو ډيپلوماتيکو چارو کمزورتيا به ترميم کړي او پر خپل ځان به فشارونه کم کړي.

خو اوسنی حالت څنګه دی؟ جاپان په اقتصادي برخه کې پر چين تکيه دی او له امريکا سره د اتحاد له اړيکو څخه سترې اقتصادي ګټې نه شي تر لاسه کولی. دا د دې سبب دی چې جاپان د ډيپلوماسۍ په آبي کتاب کې له چين سره اړيکې د (( ډېرو مهمو دوه اړخيزو اړيکو  )) په توګه بيان کړې دي.

تېر کال د کرونا وبا تر اغېزو لاندې د جاپان د صادراتو اندازه ۱۱ سلنه کمه شوې، خو چين ته د موټرو او سيمي کنډکټر (semiconductor) د صادراتو اندازې يې ۳ سلنه زياتوالی ښودلی دی.  ۲۰ کاله مخکې چين ته د جاپان د صادراتو اندازې يوازې د دغه هېواد په عمومي صادراتي اندازه کې ۱۰ سلنه برخه نيوله، خو دا رقم په ۲۰۲۰ کال کې ۲۲ سلنې ته لوړ شوی، چې امريکا ته د دغه هېواد د صادراتو د اندازې په پرتله زيات دی. په ۲۰۱۹ کال کې په چين کې د پانګونې له لارې د جاپان د تر لاسه شويو ګټو انډول ۱۷ سلنه و او په امريکا کې د پانګونې له لارې د دغه هېواد د تر لاسه شويو ګټو انډول له ۵ سلنې نه هم کم و.

چين او جاپان د اقتصادي پرمخګ په بېلو پړاوونو کې دي او خپلې وړتياوې لري. که جاپان له چين سره د سوداګرۍ اندازه و نه ساتي او له چين څخه د پانګونې لويې ګټې وانخلي، دغه هېواد به له اقتصادي ستونزو څخه ونه وځي.

چين د جاپان نژدې ګاونډي هېواد دی، هغسې کړنې جاپان ته هيڅ ګټه نه کوي، چې خپلې ګټې په ليری هېواد پورې تړي او د چين او امريکا له جنجالونو څخه ناوړه کټې پورته کوي. جاپان بايد د ډيپلوماسۍ له ناوړې خوا څخه ووځي او له چين سره اړيکو ته سم وګوري.