ټوله نړۍ بايد د انسانانو او طبيعت ترمنځ د ګډ ژوند ټولنه اباده کړي
CRI2021-04-29 10:01:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د امريکا د ولسمشر جو بايډن په بلنې، د اقليم په سرمشريزې غونډې کې انلاين ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د انسانانو او طبيعت ترمنځ د ګډ ژوند ټولنې د ابادۍ وړانديز وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې چين به تر ۲۰۳۰ کال پورې د کاربن دای اکسايد ايستونکې اندازه اوج ته ورسوي او تر ۲۰۶۰ کال پورې به د کاربن نيوتروليټي تر سره کړي.

په حقيقت کې د چين دغه دوه موخې تېر کال د ملګرو ملتونو د ۷۵مې عمومي اسمبلۍ په ترڅ کې وړاندې شوې دي. خو دقيقه معنی يې څه ده؟

د چين لومړۍ موخه دا ده، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د کاربن دای اکسايد ايستونکې اندازې اوج ته ورسوي. په بله ژبه په ۲۰۳۰م کال کې په چين کې د کاربن دای اکسايد ايستونکې اندازه، ښايي د تاريخ تر ټولو لوړ يعنې اوج ته ورسېږي او تر دې وروسته به ګام په ګام په تدريجي توګه کمه شي.

د چين دوهمه موخه دا ده، چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د کاربن نيوتروليټي(Carbon Neutrality) تر سره کړي. کاربن نيوتروليټي دا معنی ورکوي، چې په يوه موده کې د خلکو لخوا د کاربن ايستونکې اندازه د کاربن له سپمونکې اندازې سره برابره وي.

چينايان چې له ۲۰۶۰ م کال وروسته څومره کاربن وباسي، نو د ځنګلونو د روزلو او ساتلو او د نورو لارو چارو له لارې به همغومره کاربن وسپموي.

له ۲۰۳۰ م کال نه تر ۲۰۶۰ م کال پورې ۳۰ کاله دي. معنی يې دا ده، چې چين به اوج ته د کاربن دای اکسايد ايستونکې اندازې له رسېدو نه وروسته، د کاربن نيوتروليټي تر سره کېدو پورې يوازې ۳۰ کاله وخت ولري.

راځئ! اروپايي ټولنې او امريکا ته پام واړوو

اروپايي ټولنې او امريکا په جلا جلا توګه د تېرې پېړۍ په ۹مه لسيزه او ۲۰۰۷م کال کې د کاربن دای اکسايد ايستونکې اندازې اوج ته رسولې دي. دوی ورپسې داسې پلان جوړ کړ چې په ۲۰۵۰ م کال کې به کاربن نيوتروليټي تر سره کړي، نو اروپايي ټولنه به د دې چارو د ترسره کېدو لپاره ۴۳ کاله او امريکا به ۶۰ کاله ولګوي. دغه موده د چين د يادې مودې په پرتله ډېره اوږده ده.

د دې تر څنګ اټکل کېږي، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د چين لخوا د کاربن دای اکسايد ايستونکې اندازه د اروپايي ټولنې د کاربن اېستونکې اندازې ۲.۴ چنده او د امريکا ۱.۸ چنده زياته وي.

چين بايد په پوره توان او د اغېزمنو اقداماتو په نيولو سره دغو دوو موخو ته د رسېدو لپاره زيار وباسي. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۲۳مه نېټه په دې اړه د چين ټينګ هوډ او باور څرګند کړ او ويې ويل، چې چيني حکومت اوس د اړوندو عملي پلانونو په جوړولو بوخت دی او له ځينو مهمو تصديو او صنعتي چارو سره به مرستې وکړي، چې تر هر څه لومړی د کاربن دای اکسايد ايستونکې اندازه اوج ته ورسوي. چين به د سکارو برېښناکوټونو د جوړولو پروژې جدي کنټرول او محدودې کړي، د سکارو مصرفي اندازې د زياتوالي مخنيوی به وکړي. برسېره پر دې، چين به له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې له مخ پر ودې هېوادونو سره زياتې مرستې وکړي او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې به د مختلفو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

ټولو ته معلومه ده، چې لويديځ هېوادونه اکثراً پرمختللي دي. د دوی لخوا د کاربن دای اکسايد ايستونکې اندازې مخکې له مخکې اوج ته رسېدلې دي. دوی په خپله اوږده پرمختيايي موده کې د چاپېريال ساتل له پامه غورځولي وو او د چاپېريال د اوسنيو ستونزو پړه پر غاړه لري. خو په نړۍ کې زياتره هېوادونه مخ پر ودې دي. چين او افغانستان هم له يادو هېوادونو څخه دي. مخ پر ودې هېوادونه له يوې خوا د خلکو د ژوند سويې لوړولو او د اقتصادي چارو د پرمختګ دنده پر غاړه لري، له بلې خوا چاپېريال ساتنه هم په نظر کې نيسي. دغو هېوادونو ته اقتصادي پرمختګ او چاپېريال ساتنه يو شان اهميت لري. پرمختللي او مخ پر ودې هېوادونه  په يوې ګډې ځمکنۍ کرې کې دي، نو د چاپېريال ساتلو په برخه کې بايد ګډې خو بېلې دندې پر غاړه واخلي.

راځئ، د انسانانو او طبیعت ترمنځ د ګډ ژوند ټولنه په ګډه اباده کړو!