د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو ورځو کې (( په ۲۰۲۱ کال کې د وسلو کنټرول، د ذروي وسلو د نه خپرېدو او د پوځ د کمښت تړونونو د مراعات راپور )) خپور کړی او پکې يې پر چين تور لګولی چې دغه هېواد د ذروي ازموينو د بندولو او د توغنديو د نه خپرېدو ژمنه نه ده مراعات کړې او هم يې د بيلوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون په اړه د چين پر تطبيق شک څرګند کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په ۲۹مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، په دې وروستيو کلونو کې امريکا هر کال د تش په نامه (( د وسلو کنټرول د تړون د مراعات راپور )) خپروي او د نورو هېوادونو اړوندو تګلارو ته ګوټې نيسي. دا د امريکا دايمي چلند دی پر نورو هېوادونو تورونه ولګوي.