د اسيا د پرمختيايي بانک د اپريل په ۲۸ مه نېټه د ۲۰۲۱ کال د اسيا د پرمختګ لرليد په نوم رپوټ خپور کړ چې له مخې به يې په روان کال کې د چين اقتصاد ي وده کې ٪8.1 زياتوالی راشي.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس هم تېره ورځ يو رپوټ خپور کړ چې له مخې په ۲۰۲۰ کال کې چين د نړۍ د تجارتي مالونو د صادراتو په حجم کې ٪14.7 برخه نيولې او دغه شمېر تر نورو هېوادونو زيات دی .
د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په ۲۹ مه نېټه د دغه وزارت په خبري ناسته کې پدې اړه وويل، له يادو رپوټونو څخه څرګنديږي چې نړیواله ټولنه له کرونا وبا سره د چين مبارزه تائيدوي او د دغه هېواد پر راتلونکي اقتصادي پرمختک ټينګ باور لري. نوموړي زياته کړه چې چين په خپلو بازارونو کې د بېلابېلو غاړو د پانګونو هرکلی کوي او له ټولو سره به د پرمختګ فرصتونه شريک کړي .