د چين په اړه د جوبايډن حکومت د تګلارې لومړۍ سل ورځې له سوتفاهم ډکې وې
CRI2021-04-30 14:06:50
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د اپريل په ۲۸مه نېټه د دې هيواد پارلمان ته د خپل حکومت د لومړيو سلو ورځو د مالوماتو ورکولو په ترڅ کې له چين سره د اړيکو يادولو په وخت کې سرسخت دريځ څرګند کړ.

هغه په خپلې وينا کې د غير عادلانه سوداګريزو تګلارو د پلې کولو له امله پر چين نيوکه وکړه او اعلان يې وکړ، چې امريکا به د ايندو پسيفېک( Indo-Pacific) سيمه کې قوي پوځي موجوديت ولري او بشري حقونه او ازادي به خوندي وساتي.

داسې ښکاري، چې له تېرو سلو ورځو راهيسې د چين په مقابل کې د جوبايډن حکومت نوې پاليسي د دغه هېواد د پخواني حکومت له سيوري نه ده را وتلې.

جوبايډن له چين سره د خپل حکومت د اړيکو د يادولو په وخت کې د ”سيالۍ، همکارۍ او مخالفت کول“ کليمې څو ځله تکرار کړې.

د جوبايډن حکومت د چين په اړه د خپلې تګلارې د لومړيو سل ورځو عمده برخه مخالفت کول دي او خپلې کړنې يې د ډونالډ ټرمپ حکومت په پرتله لږ څه تنظيم کړي، خو بيا هم پخوانۍ تګلارې ته يې دوام ورکړی دی

ځکه په واشينګټن کې د چين ضد ستراتيژيکه موخه ټاکل شوې او د پمپيو په شمول د ځينو سياستوالو ايډيالوژيکه دښمني راپورته شوې ده، خو جوبايډن د چين پر ضد خپلې لارې چارې او چلند لږ تنظيم کړي او هغه دا چې د څواړخيزم په شعار سره يې د چين ضد د څو هېوادونو کړۍ جوړه کړې ده.

د جوبايډن حکومت له چين سره په اقتصادي ساحه کې سوداګريزه جګړه نه ده ختمه کړې او د چين پر تخنيکي او علمي تصديو يې په بنديز لګونې پيل کړی دی. په سياسي چارو کې واشينګټن څو څو ځله د شينجيانګ، هانکانګ او تايوان په شمول ځينو حساسو مسئلو کې د چين له اصولو څخه سرغړونې کړې دي.

امريکا چين په پوځي برخه کې تر ټولو لوی ګواښ بولي او د څلور اړخيز ميکانيزم له لارې يې خپلې بهرنۍ اړيکې ټينګې کړي او د جنوبي سمندر په شاوخوا سيمه کې يې د پوځي تمرين او ګزمې لپاره خپل ملګري هېوادونه هڅولي دي.

د جوبايډن حکومت چين تر ټولو لوی مخالف ګڼي او د مقابلې اقدامات يې د دغه هېواد د پخواني حکومت په پرتله نه دي کم شوي، بلکې په ځينو ساحو کې پياوړې شوي هم دي.

دا د حيرنتيا وړ خبره نه ده. کله چې په تېرې جنورۍ کې جوبايډن لوړه وکړه، تحليل کوونکو وړاندوينه وکړه، چې له چين سره د امريکا راتلونکې اړيکې د خوشبينۍ وړ نه دي. که څه هم د سپينې ماڼۍ مشرتابه بدل شوی، خو په واشينګټن کې د چين په اړه لا هم سخت سوتفاهم شتون لري. امريکا د چين پرمختګ او ځواکمنتيا نشي منلی او داسې ناسم نظر لري، چې د چين د پرمختګ موخه تر امريکا مخکې کېدل او د لويديځو هېوادونو تر لاښوونې لاندې د نړيوال نظم ړنګېدل دي. د امريکا حکومت چين یو ګواښ بولي او مبالغه کوي ، خو په حقیقت کې خپله ايډيالوژيکه دښمني پاروي او غواړي ټوله نړۍ په يوې نوې سړې جګړې کې ښکېله کړي. دغه ډول کړنې د چين او ټولې نړۍ لپاره خورا خطرناکې دي.

د سينګاپور دولتي پوهنتون عالم کيسهور ماهبوباني په دې ورځو کې د يوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، که د جوبايډن حکومت له چين سره د ډونالډ ټرمپ تګلارو ته دوام ورکړي، پايله به يې دا وي، چې امريکا کمزورې او چين لا نور ځواکمن شي. له چين سره د واقعي اړيکو لرونکو هېوادونو شمېر د امريکا په پرتله ډېر زيات دی. د امريکا هارډورډ پوهنتون پروفيسر ګراهم اليسون په دې اند دی، چې چين او امريکا يو د بل سيالان دي، خو له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې په شمول زياتو ساحو کې د همکارۍ امکانات لري. دواړه خواوې بايد له شخړې او جګړې څخه ډډه او پر یوې سمې لارې تګ وکړي.

په داسې حال کې، چې نړۍ له ناثباتۍ سره مخ ده، چين او امريکا د مخالفت پر ځای همکارۍ ته اړتيا لري. له يو لړ واقعيتونو څخه څرګندېږي، چې د خپلمنځي توپيرونو کنټرول او همکارۍ ته پاملرنه کول، د دواړو هېوادونو او ان ټولې نړۍ لپاره ګټور انتخاب دی.

د چين پرمختيايي موخه له امريکا مخکې کېدل نه دي، بلکې د ځان لپاره د ښه والي راوړل او خلکو ته د لا ښه ژوند برابرول دي، چې دا د چا د ننګولو يا ځای نيولو معنی نه لري. د اوس لپاره د واشينګټن تر ټولو بيړنۍ دنده د چين پر ضد د تګلارو د تېزوالي مخنيوی او له چين سره د همکارۍ او سالمې سيالۍ مدار ته بېرته راتګ دی. لکه څنګه چې د امريکا پخواني خارجه وزير ډاکټر هنري الفريد کيسينګر څو ورځې دمخه په يوه مرکه کې وویل، امريکا بايد له چين سره د ګډ ژوند لاره پيدا کړي.