د چين د بهرنيو چارو وزارت: په راتلونکو څو ورځو کې به د وبا ضد نور زيات مرستندويه مواد هند ته ولېږل شي
CRI2021-05-01 10:45:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په ۳۰مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين تل په هند کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت ته ډېره پاملرنه کوي. د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د هند د بهرنيو چارو وزير سبراهمنيام جايشانکار ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی چې پکې څرګنده يې کړې ده چې چين به تر خپلې وسې پورې له هند سره کومک او ملاتړ وکړي.

وانګ ون بين وويل، د يوې نا بشپړې احصائيې له مخې، په اپريل کې چين په عمومي توګه هند ته د تنفس او اکسيجن جوړونکي ۲۶ زره ماشينونه، د څارنې او پالنې ۱۵ زره ماشينونه او ۳۸۰۰ ټنه دوا لېږلي دي.

د کرونا وبا ضد د چين د اړوندو موادو او طبي تجهيزاتو تصدۍ اوس په توليد بوختې دي. په راتلونکو څو ورځو کې به د وبا ضد نور زيات مواد هند ته ولېږل شي چې له هند سره مرسته وکړي.