د شينجيانګ په چارو کې د لوېديځو سياستوالو منافقت ښکاره شوی
cri2021-05-01 15:02:09
شريکول:

د شينجيانګ په اړه يوه خبري ناسته د اپريل په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د شينجيانګ د ايلي د جامو د يو شرکت کارکوونکې اليده تور احمد په ياده غونډه کې وويل چې موږ په خپله خوښه او اراده په شرکت کې د کار کولو لاره غوره کړې ده. په فابريکه کې زموږ سره هېڅ ډول تبعيض نه شته او زموږ مذهبي عقايدو ، ژوندانه دودونو او قومي ژبې کارولو حق ته ډېر درناوی کېږي. څنګه دې ته "جبري کار" ويل کېدای شي؟ د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د شينجيانګ ډېر کارګران د دې ورځې د رارسېدو پر مهال په ياده خبري ناسته کې د کار له لارې يې د خپل ښه ژوند کيسې بيان کړې.د دوی شخصي تجربو يوځل بيا ثابته کړه چې د چين ضد د يو شمېر لوېديځو ځواکونو له خوا په شينجيانګ کې د تش په نامه جبري کار ډنډوره يوه غلطه خبره ده.

په نړيوالو عامه نظرونو کې "جبري کار" يو کارت دی چې د لوېديځو هېوادونو لخوا په ځلونو د شينجيانګ د بدنامولو لپاره کارول کېږي. د امريکا د اپريل په ۲۱مه نېټه، د امريکا ولسي جرګې د اويغوريانو د جبري کار د مخنيوي لايحه خپره کړه او  يو ځل بيا يې په غلط ډول ادعا وکړه چې د چين په شينجيانګ کې "جبري کار" کيږي او پر اړوندو ادارو او شخصيتونو يې د بنديزونو غوښتنه وکړه.

د دې خلکو په سترګو کې د حقيقت ليدل ناممکن دي چې د شينجيانګ د پنبو او پوليسيليکون (polysilicon)  او نور صنعتونه په لويه کچه اتومات او ماشيني شوي. دوی يوازې د ادريان زنز په ګډون د چين ضد د تش په نامه پوهانو له خوا څېړنيز راپورونه کاروي چې د "بشري حقونو" تر نامه لاندې د شينجيانګ په اړه د بدرنګه افواهاتو خپرولو لپاره تر خپلې وسې پورې ناکامې هڅه کوي.د دوی هدف يوازې په نړيوالو همکاريو کې د شينجيانګ د ګډون او په نړۍ کې د چيني شرکتونو د سياليو توان کمزوري کول دي ترڅو د شينجيانګ د مسئلې په کارولو سره د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي. دا له اوږدې مودې راهيسې له نړيوالې ټولنې څخه هېڅ پټه نه وه.

د سينګاپور د ليان هه ځاو باو په نوم ورځپاڼې څو ورځې مخکې د شينجيانګ د پنبې په اړه يوه مقاله خپره کړه . د دې مقالې ليکوال د لسو کلونو لپاره په شينجيانګ کې کار او ژوند کړی دی. په ياده مقاله کې ليکل شوي چې په شينجيانګ کې د تش په نامه د جبري کار په اړه ادعا بيخي بې اساسه ده ، نه يوازې بې ځايه ، بلکې ناپوهي هم ده.

په دې وروستيو ورځو کې د شانګهای همکارۍ سازمان عمومي منشي ولاديمير نوروف او په چين کې د ۲۱هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماتانو د شينجيانګ له اروموچي ، کاشغر او اقسو څخه ليدنې وکړې. دوی په شينجيانګ کې ليدلي چې د يو څو هېوادونو لخوا يې بنسټه ادعا د "بشري حقونو سرغړونه" ، "مذهبي تبعيض" او "جبري کار"  چې دا يو هم هېڅ شتون نه لري او د تش په نامه د نژادې تصفيې خبرې بې بنسټه دي او تکراري تورونه دي.

په حقيقت کې ، داسې نده چې د چين ضد نوموړي لوېديځ ځواکونه په حقيقت باندې نه پوهېږي ، خو دوی هېڅکله حقيقت نه غواړي. د نړيوالې ټولنې ګڼ شمېر حقايقو او د عدالت غږونو د دوی د منافقت نقاب له مخونو پورته کړی دی.