د چين د دفاع وزارت د جاپان د ډيپلوماسۍ شين کتاب له ناسمو موضوعاتو سره مخالفت وښود
CRI2021-05-01 10:53:35
شريکول:

د جاپان حکومت په دې وروستيو کې د ډيپلوماسۍ شين کتاب په خپرولو سره (( د چين د پوځي خطر )) تشه نظريه تبليغ کړې او په دې توګه يې د چين د بدنامولو او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې کړنې تر سره کړې دي. د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د اپريل په دېرشمه نېټه وويل، چې چين د جاپان له دغه غلط، نامعقول او غير مسئولانه عمل سره ټينګ مخالفت کوي او په دې اړه يې دغه هېواد ته يې خپل جدي احتجاج څرګند کړی دی.

وو چيان وويل، چين د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کوي او د خطرونو د مخنيوي په بڼه يې د ملي دفاع تګلارې غوره کړې، د چيني پوځي بودجې او پرمختګ معلومات تل پرانيستي ښکاره او شفاف دي. د چين پوځ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره لري او د امنيت ساتنې، بشري مرستو او د کرونا وبا ضد د همکاريو په برخو کې د نړيوالې ټولنې لپاره يې اغېزمن خدمتونه کړي او د نړيوالې سولې په ساتلو کې يې ګټور رول لوبولی دی.