شي جين پينګ په هند کې د کرونا وبا د حالت په اړه مودي ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه
CRI2021-05-01 10:42:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۳۰مه نېټه په هند کې د کرونا وبا د حالت په اړه د دې هېواد ضدراعظم مودي ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په ياد پيغام کې ويلي، زه په هند کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت ته ډېره پاملرنه کوم. د چيني حکومت او چينايانو په استازيتوب او د خپل ځان له اړخه هندي حکومت او هنديانو ته د زړه له کومې او ژورې همدردي څرګندوم. انسانان د ګډ برخليک لرونکې يوه ټولنه ده، نړيوال او ټول هېوادونه بايد په يووالي او همکاريو سره وبا ته ماتې ورکړي. چين غواړي له هند سره د وبا ضد همکارۍ ټينګې کړي او دغه هېواد ته اړينې مرستې ورکړي. باور لرم چې هنديان به د هندي حکومت تر لارښوونې لاندې وبا ته ماتې ورکړي.