د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې به قرنطين د يوې اوونۍ لپاره دوام ولري
CRI2021-05-02 11:18:42
شريکول:

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د پلازمېنې نوي ډيلي مسؤل عروند کجلوال د مې په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې اوس په نوي ډيلي کې د قرنطين به د يوې اوونۍ لپاره دوام ولري، يعنې د مې د لسمې نېټې تر پنځو بجو پورې وساتل شي. دا نوي ډيلي کې دوهم ځل دی چې د قرنطين موده اوږدوي.

د هند په ګڼو ځايونو کې د کرونا وبا د سختو خپرېدو له امله طبي مواد کمښت ليدل کېږي او د وبا د وقايې او کنټرول تدبيرونه زيات شوي. نوی ډيلي د اپريل له ۱۹مې نېټې راهيسې قرنطين پيل کړی، خو د وګړو اساسي ژوند ترې نه دی اغېزمن شوی.