د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په لومړۍ نېټه په اسرائيل کې د ګڼې ګوڼې او تر پښو لاندی کېدو له امله چې سخته مرګ ژوبله رامنځته شوې ده، اسرائيلي ولسمشر ريوين ريفلين ته د خواخوږۍ پيغام وليږه چې پکې يې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او د خپل ځان له اړخه د مړه شوو په اړه خواشيني او د مړه شوو کسانو خپلوانو او ټپيانو ته د زړه له کومې همدردي څرګنده کړه.