د لويديځ هېوادونو له خوا د شينجيانګ د بدنامولو په صحنه کې ((ممثلين))
CRI2021-05-02 14:58:36
شريکول:

له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا او نورو ځينو لويديځو هېوادونو د چين د شينجيانګ مسئلې د بيانولو په ترڅ  کې بيا بيا ځينې مشخصې قضيې يادې کړي چې پکې يې د تش په نوم زيانمن شويو وګړو نومونه ياد کړي، څو په شينجيانګ کې پر ازادۍ او بشري حقونو د تيري او د نژادي تصفيې پر کيسو غولوونکې پرده وغوړوي. ځينو اړوندو وګړو کله نا کله له لويديځو خبري رسنيو سره مرکې کړې او په نړيوالو فورمونو کې يې ګډون کړی دی.

ايا د دغو وګړو خبرې له حقيقت سره سمون لري؟

د چينا ډېلي ( China Daily)  ورځپاڼې لاندې د کارپوهانو ټولنې په دې وروستيو کې د شينجيانګ په اړه يو راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې د چين ضد کړيو د شينجيانګ د بدنامولو او د نړيوالو د غولولو لپاره تش په نوم د شينجيانګ د شمېرنې، د شينجيانګ د زيانمن شويو وګړو د شمېرنې او په انتقالي موده کې د اويغور د قضايي شمېرنې په شمول ۳ معلوماتي زيرمتونونه جوړ کړي او يوه ډله (( شاهدان او شواهد)) يې راغونډ کړي دي. دغسې کړنې دا ښيي چې تش په نوم (( د شينجيانګ  زيانمن شوي وګړي )) يوازې د چين پر ضد د لويديځو هېوادونو په چارو کې د ممثلين رول لوبوي.

په نوموړو ۳ معلوماتي زيرمتونونو کې څه دپاسه ۱۲ زره وګړي ياد شوي، خو د اړوندې ادارې له جدي تفتيش وروسته د دغو معلوماتو غلط ځايونه افشا شوي دي.  دغه څه باندې ۱۲ زره  (( شاهدان )) څوک دي؟

له دې جملې څخه ۱۳۴۲ تنه په حقيقت کې شتون نه لري چې نومونه يې بې ځايه او په مصنوعي ډول جوړ شوي. په نورو وګړو کې ۲۳۸ تنه د ناروغيو او نورو عواملو له امله مړه شوي دي، ۳۲۴۴ تنه بنديان دي چې دوی د ملي امنيت د زيانمنولو، د ترهګريزو کړنو او نورو جرمونو په تورونو محکوم شوي، او ۲۶۴ تنه په بهر کې دي. له يادو وګړو پرته، نور ۶۹۶۲ تنه په عادي او ښه توګه ژوند کوي.

د شينجيانګ په اړه له هغو بېلګو څخه چې د لويديځو هېوادونو له خوا بيا بيا ياديږي، د درواغو د جوړولو په اړه د دوی عمومي طريقې کتلی شو.

د بېلګې په توکه، د شينجيانګ د چرچن ولسوالۍ ښځه ميهريګل تورسون (Mihrigul Turson)  چې د له لويديځو خبري رسنيو سره يې ډېرې مرکې کړې دي، وايي چې هغې په (( کمپ )) کې د نشه يي موادو او دوا د تزويق کېدو له امله د ولادت توان له لاسه ور کړی دی. خو د پلټنې له مخې، نوموړې د اړوندو طبي عملياتو  ريکارډ نه لري او د هغې د پلار او مور په قول هغه ولادت کولی شي. ميهريګل تورسون ويلي و چې د هغې وړوکي ورور کيبيل تورسون د مسلکي مهارتونو په روزنيز مرکز کې له ځورولو څخه مړ شو. ورپسې کيبيل تورسون په علني ډول څرګنده کړې چې د ميهريګل ټولې خبرې درواغ دي او هيڅ حقيقت نه لري.

د شينجيانګ د ايلي ښار يو ځوان پورهايتي جودايټي چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې يې د امريکا د وخت خارجه وزير پومپيو سره کتلی، وايي چې د ده مور د ۱۲ مياشتو لپاره په کمپ کې بنده شوې او د ۳ مياشتو لپاره زنداني شوې ده. خو د نوموړي مور مينيويل تورسون تل په شينجيانګ کې عادي ژوند کوي او نوموړې وايي چې هغه هره ورځ له خپل زوی سره انلاين خبرې کوي.

نوموړو دوو وګړو د خپل ټاټوبي د بدنامولو او د ناوړو موخو د پوره کولو لپاره نه يوازې د شينجيانګ بلکې د خپلو کورنيو غړو په اړه هم شريرانه درواغغجنې کيسې جوړې کړي. د لويديځو هېوادونو د سياستوالو، د تش په نوم کارپوهانو ټولنو او خبري رسنيو د طرحې او پلانونو او د يادو ((ممثلينو )) تر نندارو لاندې د شينجيانګ په اړه د درواغو د جوړولو بشپړ توليدي ځنځير رامنځته شوی دی. د لويديځو هېوادونو دغو ناوړو کړنو د دوی د دوه ګونې معيار له منافقت او رياکارۍ څخه ډکه ښکاره کړې ده.