د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير: د ايران د ذروي مسئلې په خبرواترو کې موافقې او اختلافونه لا څرګند شوي
CRI2021-05-02 11:08:33
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي د مې په لومړۍ نېټه له خبري رسنيو په مرکه کې وويل، د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون اړوندو خواوو په همدې ورځ د اطريش په پلازمېنه ويانا کې يوه نوې دوره خبرې اترې تر سره کړې او پکې يې د دې تړون په اړه د امريکا او ايران د تطبيقي مسئلو په اړه د دوی موافقې او اختلافات معلوم کړي دي.

عراقچي وويل، په ځينو مسئلو باندې موافقه شوې او د مادو د جوړولو بهير روان دی، خو چټک پرمختګ نه لري. هغه تائید کړه چې تړون بايد د ايران له دريځ سره سمون ولري.