د سان شيان په نوم د موسيقۍ الې وهونکی ځوان هنرمند وانګ يو
CRI2021-05-03 15:53:01
شريکول:

سان شيان د موسيقۍ يو ډول اله ده، چې په عمومي توګه د چين په دوديزه اوپرا او سندرو کې کارول کېږي. ۳۳ کلن وانګ يو د دې الې وهونکی ځوان هنرمند دی.

اوس اکثره ځوانان د سان شيان په اړه معلومات نه لري، له دې امله وانګ يو ډېر غواړي چې نور کسان د موسيقۍ دغه دوديزه اله وپېژني او خوښه کړي.

په هغې موخه چې دغه لرغونې دوديزه موسيقۍ اله له عصري پرمختګ سره لا سمون لري، وانګ يو په سان شيان کې د ځينو اصلاحاتو راوستلو په چارو کې ډېره هڅه کړې ده او په ۲۰۱۸ کال کې په نړۍ کې لومړی ځانګړی سان شيان جوړ کړی چې غږ يې په ډيجتلي توګه کنټروليدل شي. له کنټرولولو وروسته د سان شيان غږ لا زيات بدلېږي او لا ښکلی کېږي.

وانګ يو وويل، زما په اند، دوديز کلتور بايد له پرمختګ سره يو ځای ګام پورته کړي.