د ساري ناروغۍ د درملنې څانګې د پرستار لو ځو پي کيسه
CRI2021-05-04 17:19:30
شريکول:

هره ورځ د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د هه چه ښار د ولسي روغتون د ساري ناروغۍ د درملنې څانګې کارکوونکي د سهار په اتو بجو په دفتر کې د شپې او ورځې د کارونو همهانګۍ غونډه تر سره کوي. پرستار ښاغلی لو ځو پي په دغه څانګه کې يوازينی نارينه پرستار دی. هغه په ونه ټيټ او غنمرنګی ځوان دی. د ښاغلي لو ځو پي کورنۍ پخوا ډېره بيوزلۍ وه. څرنګه چې نوموړي کولی شول چې د پرستارانو له مسلکي ښوونځي څخه له فارغېدو وروسته په اسانه توګه کار پيدا کړي، نو هغه په دغه ښوونځي کې د زده کړو پريکړه کړې وه. له فارغېدو وروسته يې په دغه روغتون کې د پرستار په توګه په کار پيل کړی دی.

   (کورنۍ مې پخوا بېوزلۍ وه چې زما په شمول درېيو ماشومانو د زده کړو لپاره يې پيسو ته اړتيا درلوده. زما د پرستارانو د مسلکي ښوونځي په ټولګي کې هلکان لږ و، په اسانۍ مې کولی شول چې کار پيدا کړم، نو د ښه کاري فرصت د تر لاسه کولو لپاره مې پريکړه وکړه، چې په دغه ښوونځي کې زده کړې وکړم. )

ښاغلی لو ځو پي پرستار دی، ښه تنخوا اخلي، نو اوس يې کورنۍ له بې وزلۍ څخه وتلې ده. څرنګه چې لو ځو پي د ساري ناروغۍ په څانګه کې کار کوي، نو هغه هره ورځ څو څو ځله د قرانطين طبي خونو ته ورځي او بستري ناروغان پرستاري کوي، ژر ژر خپل لاسونه تعقيموي او پريمنيځي يې. هغه د کار په وخت کې ناروغانو ته ډوډۍ ورکوي، سختو ناروغانو ته اکسيجن برابروي، ستن ورته وهي او درمل ورکوي. د پرستاري کارونه ډېر بوخت او مسلکي دي، خو لو ځو پي پکې ډېر لوی لاس لري.

د ۲۰۲۰م کال په پيل کې، د چين په وو هان ښار کې د کوويډ ـ۱۹ وبا تازه رامنځته شوې وه، هغه مهال، د چين د بېلا بېلو ځايونو طبي کارکوونکو د چين کمونېست ګوند او اداري حکومت تر لارښوونې لاندې له وو هان ښار سره بيړنۍ مرستې ورکړې. په همغه وخت کې د لو ځو پي لور تازه زېږېدلې وه چې عمر يې يوازې يوه مياشت و. هغه د خپلې مېرمن او لور تر ښه ترتيبولو وروسته له وو هان ښار سره په بيړني مرستندويه طبي ګروپ کې ګډون وکړ. وو هان ته له حرکت مخکې يې د يوه رسمي غړي په توګه د چين په کمونېست ګوند کې د غوښتنليک وړاندې کړ.

( کله چې وو هان ښار ته د تللو نومليست تازه تائيد شو، زه د خپلې لور او مېرمنې په اړه ډېر اندېښمن وم، ځکه زما لور تازه زېږېدلې وه او زما مېرمن د روغتيا د بيا اعاده کېدو په حال کې وه. د دې ترڅنګ، وو هان ښار هم د قرانطين په حال کې و. خو فکر مې وکړ چې زموږ طبي کارکوونکي ډېر زړه ور دي، دوی زما استاذان او همکاران دي، نو زه يې بايد له دوی څخه زده کړم، زه بايد زړه ور واوسم، نو بيا مې په دغه ګروپ کې د ګډون غوښتنليک وړاندې کړ. )

د لو ځي پي غوښتنليک ومنل شو. هغه له همکارانو سره د وو هان ښار د مرکزي روغتون د هوه هو برخې د قرانطين خونو کې په کوويډ ـ۱۹ ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو د پرستارۍ دنده پر غاړه واخيسته. دوی ۳۴ ناروغانو ته پاملرنه کوله. څرنګه چې لو ځو پي ښه کارونه تر سره کړل، نو د يوه رسمي غړي په توګه د چين په کمونېست ګوند کې د ده د ګډون غوښتنليک ومنل شو. هغه ډېر خوشحاله و، او اوس يې هوډ نور هم ټينګ شوی او لا ښکاره او سترې موخې لري. نوموړي د ده په شان د ځوانو طبي کارکوونکو د يادونې په وخت کې وويل،

( موږ ځوانان فعال يو، ټينګ هوډ او کاري ځواک لرو. د يوه رسمي غړي په توګه د چين په کمونېست ګوند کې له ګډون کولو وروسته، زه اوس ډېر مسؤليت لرم او زما موخه لا ښکاره شوې، ناروغانو ته به لا ښه خدمت وکړم او له لا زياتو ناروغانو سره به مرسته وکړم. زه به خپلې موخې ته د رسېدلو لپاره زيار وباسم.)

ښاغلي لو ځو پي په وو هان ښار کې  ۳۵ ورځې کار وکړ، چې دا د ده په ژوند کې ښه خاطره پاتې شوې او ګټورې تجربې يې تر لاسه کړې دي. هغه د خپلو کارونو وياړ او افتخار تر لاسه کړي، او له خپل مسلک سره يې لا زياته مينه پيدا شوی. هغه وويل،

  (زموږ کار تېز او سخت دی. خو ناروغان زموږ تر مرستې لاندې بيا روغتيا ومومي او جوړېږي، دا زما لپاره افتخار دی. کله چې د ناروغانو پر شونډو مسکا وګورم، فکر کوم چې د پرستاري کار ډېر ښه دی، زه له خپل کار څخه خوښ يم او افتخار او برياليتوب تر لاسه کولای شم. )