د تهديدونو خولۍ دې امريکا پر خپل سر باندې کيږدي
CRI2021-05-04 14:09:28
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن پر ځايي وخت د مې په دويمه نېټه پر چين تور ولګولو چې د نورو هيوادونو لپاره يو تهديد دی او ويې ويل چې چين غواړي په نړۍ کې د يو بادار لارښوونکي هيواد مقام تر لاسه کړي. دا څرګنده ده چې د ده هدف د تش په نامه د چين تهديد پياوړي کول، د چين او نورو هيوادونو تر منځ د اړيکو  تر منځ خنډونه رامنځته کول او د امريکا يو اړخيز سياست ته خدمت کول دي.

د ځينو امريکايانو په نظر نور هيوادونه د خپل ځاني پرمختګ او د خپلو حقوقو او کټو د ساتنې لپاره کار کوي ، دا نورو ته د تهديد پهمعنی باندې بولي. خو د ځان لپاره بيا دا خپل حق، مسلم او قانوني لاره بولي او بېلا بېلو پلمو، سياسي فشارونو او ګواښونو سره په نورو هيوادونو کې خپلې سياسي چارې او موخې تر سره کوي. د امريکا له څرګندو دوه ګوني معيارونو او دوه مخې سياست څخه د دغه هيواد تسلط او باداري له ورايه څرګنده ده. خو انټوني بلينکن وايي، د امريکا هدف د چين د پرمختګ مخه نيول او پر چين فشار اچول نه دي، خو د اړوندو اصولو پر بنسټ د هغه نړيوال نظم ساتنه کول دي چې تش په نامه چين يې کواښي او چلنجوي يې. امريکا غواړي چې خپل اصول په نړيوالو اصولو بدل کړي او د عدالت په پلمه د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي،خو دغه هيواد متاسفانه نړۍ نه شي تعريفولی. په لسګونو کلونو کې امريکا د خپلو هغو فعاليتونو له لارې يوازې د خپلو اصول ښودنه کړې، نورو هيوادونه ته يې تل پوځي ګواښونه او خطرونه رسولي دي، په سياسي چارو کې يې د نورو هيوادونو ګوښه کولو کارونه کړي دي، پر نورو هيوادونو يې اقتصادي او تخنيکي بنديزونه لګولي او ډېر نور داسې کارونه.

امريکا په افغانستان، عراق، سوريې، ليبيا او نورو هيوادونو کې جنګونه پيل کړي، په اسيا او افريقا کې يې د تش په نامه عربي پسرلي خوځښتونه فعاليتونه ، په اروپايي او اسيايي هيوادونو کې يې زرغون انقلاب څپې لمسولې دي، د ايران، کيوبا، وينزويلا ، چين او نورو هيوادونو  په کورنيو چارو کې يې لاسوهنې کړې چې د امريکا تحريبي او تهديدوونکې لاسونه په ډيرو ځايونو کې د کړکېچونو او بدبختيو سبب ګرځيدلې دي.

د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما حکومت بير ته اسيا او ارام سمندر سيمې ته د ستنېدو ستراتيژۍ عملي کړې، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د امريکا د ستراتيژيک سيال په توګه چين تعريف کړی ، اوسني ولسمشر جو بايډن حکومت له چين سره د سيالۍ، همکارۍ او مقابلې تګلارې نيولې. دا ټولو ته معلومه او څرګنده ده چې د امريکا د ستراتيژۍ اصلي موخه د چين د پرمختګ مخه ډب کول او نيول دي.

په دې ترڅ کې امريکا نړيوالو سازمانونو ته هم مخه کړې ده او په دې برخه کې يې ستونزې ايجاد کړې دي. د امريکا د دواملرونکي ممنوعيت له امله د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مرافعې څانګې قاضيان د ۲۰۱۹ کال د دسمبر راهيسې د شمېر د کموالي له امله خپل عادي کارونه نه شي کولی چې د څو اړخيزې سوداګرۍ ميکانيزم سخت زيانمن شوی دی. تر اوسه د جو بايډن حکومت په رويه کې دومره زيات بدلون نه دی رغلی. د روان کال د اپريل په پای کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د شخړو د حل و فصل د ميکانيزم په نوبتي غونډه کې د امريکا استازي يو ځل بيا د مرافعې څانګه کې د قضيانو د ټاکلو اجنډا غوښتنې مخنيوی کړی او رد کړې يې ده.

امريکا حتې له خپلو ملګرو هيوادونو سره عدالت نه دی کړی، د ډول ډول تهديدونو سره يې مخ کړي دي. د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلينکن به په روانې اونۍ کې په لندن کې د اوو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په موده کې له جرمني څخه غوښتنه وکړي چې د نورډ سټريم ۲ Nord Stream 2په نامه د طبعي ګازو د پايپ لاين د جوړولو پروژه بنده کړي. د ډنمارک د پليتيکين ورځپاڼې په دې وروستۍ موده کې يو خبر خپور کړ چې په دغه هيواد کې د امريکا سفارت ورڅخه غوښتنه کړې چې ايا د هوا وې او جونګ شينګ په شمول د پنځه چيني تصديو برېښنايي سامان الات کاروي که نه. هر يو د ملي حاکميت لرونکی هيواد که لوی دی يا کوچنی ، د نړيوال قانون له مخې د مساوي مقام لرونکي دي او هيڅ يو هيواد دا حق نه لري چې بل هيواد تهديد کړي. چين غواړي د خپل ځان د پرمختګ له لارې خلکو ته ښه ژوند او اسانتياوې  برا برې کړي، هېڅکله دا نه غواړي چې په نړۍ باندې د تسلط او بادارۍ هڅه وکړي. دا ټولې نړۍ ته ښکاره او يو منل شوی حقيقت دی.