د فليپين ولسمشر ته د چين د کوويد۱۹ ضد واکسين تزريق شوی دی
cri2021-05-04 10:45:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې  د می په درېيمه نېټه د فليپين ولسمشر رودریکو ډوتريټ ته د چين د کوويد۱۹ ضد واکسين تزريق شوی دی. د دې هېواد د پخواني ولسمشر ځانګړي مرستيال او د سنا مجلس غړي کليستوف وو په همدې ورځ په فېسبوک کې يوه ويډيو خپره کړه چې له مخې يې د فليپين د روغتيا وزير فرانسيسکو دوکای ولسمشر ډوتريټ ته واکسين ور کړی دی. ۷۶ کلن ډوتريټ په دې ويډيو کې ويلي چې هغه ښه احساس لري.

په دې وروستيو ورځو کې په فليپين کې پر کرونا د اخته شويو کسانو شمېر ډېر شوی چې د مې تر درېیمې نيټې پورې دغه شمېر له ۱۰۶۰ زرو څخه اوښتی دی.