د اوو هېوادونو د ګروپ د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه په لنډن کې پيل شوه
cri2021-05-04 10:34:50
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اوو هېوادونو د ګروپ د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه د می په درېيمه نېټه په لنډن کې پيل شوه. دا له دوو کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې د ياد ګروپ استازي مخامخ غونډه تر سره کوي.

د بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ياده غونډه له ماښامنۍ مېلمستیا څخه پرانيستل شوه او برخوال به په راتلونکو دوو ورځو کې تر کرونا وبا وروسته د اقتصاد د بيا احيا، اقليمي بدلون، د کوويد۱۹ ضد واکسين په اړه د همکارۍ او د ښځو د ښوونيزو حقونو د تامينولو په باب بحث وکړي.

په همدې ورځ د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير راب په جلا جلا توګه د امریکا د بهرنيو چارو د وزير بلينکن او د جاپان د بهرنيو چارو له وزير توشيميتو سره ملاقات وکړ. تر هغه وروسته راب په يوه خبري ناسته کې وويل چې له بلينکن سره يې د څو اړخيزې همکارۍ، د ازادې سوداګرۍ د تړون، تر وبا وروسته د اقتصادي سمسورتيا، له افغانستان څخه د پوځي ځواکونو د وتلو او د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هر اړخيز تړون په باب بحثونه وکړل.(غاټول)