تدروس غوښتنه وکړه چې بايد په لنډ مهالې توګه د کرونا ضد واکسين په اړه د پوهنې د ملکيت حق دې معاف شي
cri2021-05-04 10:56:58
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې دا چې په دې وروستيو ورځو کې پر کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ډېر شوی او زياتره هېوادونه د کرونا ضد واکسين له کمښت سره مخ دي، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس او د بريټانيا پخواني صدراعظم ګوردن برون د می په درېيمه نېټه غوښتنه وکړه چې په لنډ مهالي توګه دې د کرونا ضد واکسين په اړه د پوهنې د ملکيت حق معاف شي.

هغه په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې په تېرو دوو اوونيو کې په نړۍ کې پر کرونا د نويو اخته شويو کسانو شمېر د کرونا وبا د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ډېر زيات شوی چې له امله يې واکسين ته اړتياوې هم ډېرې شوې دي. نو دا د خيرښيګڼې مسئله نه ده چې د واکسين د توليدي اندازې د زياتوالي لپاره د پوهنې ملکيت د اړوند حق معافيت پکې ډېر مهم رول لري.