بايډن هيله وښودله چې په جون کې له پوتين سره ملاقات وکړي
cri2021-05-05 10:55:15
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د می په څلورمه نېټه هيله وښودله چې په جون کې له اروپا څخه د ليدنې په موده کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره ملاقات وکړي.

نوموړي په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې له کرونا وبا سره د مبارزې او د اړوند واکسين په هکله يوه وينا وکړه او تر وينا وروسته يې خبريالانو ته وويل، هيله لري چې له اروپا څخه د ليدنې په موده کې له پوتين سره ملاقات وکړي. امريکا اوس د دی لپاره چمتوالی نيسي. د خبر له مخې بايډن به د جون له يوولسمې نيټې څخه تر ديارلسمې نيټې پورې په لنډن کې د اوو هېوادونو ګروپ په سرمشريزه غونډه کې ګدون وکړي او ورپسې به په بروکسيل کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې برخه واخلي. دا به د ولسمشرۍ د ماموريت مودې له پيل راهيسې د بايډن لومړی بهرنی سفر وي.

هغه د اپريل په پنځلسمه نېټه وړانديز وکړ چې له پوتين سره به د روان کال په دوبي کې د اروپا په سرمشريزه غونډه کې د دوه اړخيزو اړيکو په باب  به بحث وکړي.

په دې وروستيو کلونو کې د امريکا او روسيې ترمنځ اړيکې خرابې شوي دي. دواړه هېوادونه د اوکراين، انټرنېټي امنيت او بشري حقونو په شمول د ځينو مسئلو په هکله د نظراختلاف لري.(غاټول)