افغان ځواکونو ۱۸۱ طالب جنګيالي وژلي
cri2021-05-05 09:51:51
شريکول:

د افغانستان دفاع وزارت د مۍ په څلورمه نېټه په خپله بيانيه کې ويلي، چې افغان ملي امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۱ طالب جنګيالي وژلي دي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې افغان ځواکونو په لغمان، غزني ، کندهار، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولايتونو کې په چڼيزو عملياتو کې ۱۸۱ طالب وسله وال په ډزو وژلي، ۸۷ تنه نور يې ټپيان کړي او د سړکونو پر غاړه ښخ ۹۴ ماينونه يې له منځه وړي دي.

طالبانو تراوسه پدې اړه هيڅ نه دي ويلي.