د کارتون فلم جوړونکې هان له
cri2021-05-05 10:32:34
شريکول:

درنو دوستانو، همدا اوس مو د يو کارتون فلم موسيقي واورېدله چې په ۲۰۱۹ کال کې جوړ او خپور شوی دی. دغه فلم د چين د يوې لرغونې ښاپيرۍ دوديزې کيسې څخه جوړ شوی، کومه چې کولتوري اړخ يې ډير په زړه پورې او اغېزمن دی او د ګټو عمومي ارزښت يې ۴۴۰ مليونو یوانو ته رسېدلی دی. ۲۶ کلنه هان له د دې فلم جوړوونکو له ډلې څخه يوه ده. هغې د سي ام جي له خبريال سره په مرکه وويل:

((کله چې دغه فلم نندارچيانو ته وړاندې او خپور شو، په لومړۍ اوونۍ کې يې د ټکټ بازار دومره ښه نه و، زموږ ګروپ ډيری کسان ډير نا اميده و او فکر مو کاوه چې دغه فلم ناکامېږي. خو تر دوو يا دريو اوونيو وروسته د ټکټ خرڅلاو بازار بدل او ډير ښه شو. په هغو ورځو کې مو هره ورځ د ټکټ خرڅلاو حالت له نږدې څاره او ورته  پاملرنه کوله او د حالت په ښه کېدو سره زموږ اعتماد زيات او پیاوړی شو.))

هان له د کمونېست ګوند يوه غړې ده، هغه په ۲۰۱۷کال کې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته د کارتوني فلمونو په یو شرکت کې په دنده باندې وګومارل شوه او په تېرو ۴ کلونو کې يې د ډېرو فلمونو د جوړونې په کارونو کې ګډون کړی دی. هغې د دې کار په هکله وويل:

((د يو فلم د تشکيل او جوړښت، د کيسې او درامې محتوا او بشپړېدو بهير لږ تر لږه ۴ کالو ته اړتيا لري. په کارتوني چارو لګيا کارکوونکي ډېر زيار ايستونکي او زحمتکشه دي، زموږ د کارونو وخت ډېر اوږد دی او په اضافي وخت کې اضافه کاري کولو زموږ عادت ګرځېدلی او عادي ګڼل کيږي، خو موږ ټول ټاکلې موخې ته د رسېدو لپاره خپل يووالي او همغږي ساتو او په ګډه تر وسې پورې کوښښونه کوو.))

د هان له ګروپ د غړو منځنی عمر له ۳۰ کاله کم دی، دوی د چين په داخل کې د کارتوني چارو د کمزورۍ موده او نيمګړتياوې هم ليدلي دي، دوی هيله لري چې د خپلو کوښښونو له لارې د چين کارتوني چارې لا پياوړې کړي. هان له وويل

((په کارتوني چارو کې د کارکوونکو تګ راتګ يا ادلون بدلون حالات زيات وي، ښايي دغسې يو حالت د يو فلم تر بشپړېدو کې ځينې نيمګړتياوې رامنځته او هغه ټاکلي موثريت باندې يې منفي رامنځته شي او له خپل مطلوب مؤثريت څخه وروسته پاتې شي، نو که ځينې کسان د کار په بهير کې ځي، خو هميشه يو شمېر کسان تر پايه پاتې وي، فکر کوم له کارتوني چارو سره ژوره مينه د دغو کسانو د پاتې کېدو عمده سبب ده. هیله لرو چې لا زيات کسان زموږ لخوا جوړ شوي کارتوني فلمونه وګوري.))