هند کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۰ ميليونو واوښت
cri2021-05-05 09:50:16
شريکول:

د هند د روغتيا وزارت تازه شمېرنه ښيي، چې د مۍ د سهار تر نهو بجو پورې په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۰ ميليونو څخه اوښتی او د نوي ډيلي په ګډون څو ښارونه او سيمې قرنطين شوې دي. د دغه هېواد ماليې وزارت د مۍ له درېيمې نېټې څخه د کرونا وبا د کنټرول په موخه پر وارد شوو مهمو طبي وسايلو او درملو ماليات لغوه کړي دي.

د هند روغتيا وزارت د شمېرنې له مخې، په تېرو مسلسلو ۱۳ ورځو کې هره ورځ په دغه هېواد کې د کرونا تر ۳۰۰ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.