د چين د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون به ژر پرانيستل شي
cri2021-05-06 14:55:30
شريکول:

د چین د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون به د های نان ولايت په های کو ښار کې ژر پرانيستل شي او څه باندې ۲۵۰۰ مارک لرونکي توليدات به د های نان د نندارتونونو په نړيوال مرکز کې نندارې ته وړاندې شي. د دغه نندارتون  برخوالې تصدۍ وايي چې د چين د نوي پرمختيايي جوړښت د جوړولو او په های نان ولايت کې د ازادۍ بندر د ابادۍ په حال کې به د دې نندارتون په تر سره کېدو سره ډېر نړيوال مارکونه های نان ولايت او د چين بازار ته داخل شي او نړيوال بازار ته د چيني غوره مارک لرونکو توليداتو د داخلېدو لپاره به يو پل جوړ شي او ور سره به ډېر سوداګريز فرصتونه برابر شي.

د دې نندارتون د ټولو غرفو عمومي پراخوالی اتيا زره متره مربع ته رسيږي چې په دې جمله کې د نړيوالو توليداتو د غرفو پراخوالی شپېته زره متره مربع دی. ټولې غرفې پر پنځو برخو( د فيشني ژوند، قيمتي ډبرې، خواړه، سيلانیز تولیدات او عمومي خدمتونه) ويشل کيږي.۶۵۰ تصدۍ به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او د دغو تصديو د مارکونو شمېر له ۱۳۰۰ څخه زيات دی.

د الکترونيکو تجهيزاتو مشهور شرکت اومرون (OMORN)به په دې نندارتون کې د بدن حرارت د معلوماتو د څارنې او د وينې فشار د معلومولو الکترونيکي تجهيزات او له لېرې واټن څخه خلکو ته د نوي ډول ځيرک طبي خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي. دغه نوښت د دې شرکت او د طبي ارګانونو او درملتونونو له خوا په ګډه رامنځته شوی دی.د دوی څو ډوله توليدات لومړی په چين کې پلورل شوي دي. په چين کې د اومرون د روغتيا او طب د انحصاري شرکت د مارکونو ستراتيژيکي مرکز عمومي مديرې وانګ اينګ وويل(اواز۲) مونږ د چين د اقتصاد په اړه ډېر خوشبين يو او په دې اند يو چې دغه نندارتون زمونږ د شرکت د نړيوال کېدو له نظريو سره سمون لري. نو مونږ غواړو چې د دې ډګر له لارې لازياتې تصدۍ او مصرف کونکي د اومرون د مخکښو طبي تخنيکي توليداتو په باب معلومات تر لاسه کړي او د روغتيا په برخه کې د لازياتو وګړو لپاره خدمتونه وکړو.

د ايټاليې کميو ايتاليانو(Cameo Italiano) تصدۍ چې سل کلن تاريخ لري، نندارچيانو ته به ډېرې ښکلی قيمتي ډبرې وړاندې کړي. د دې تصدۍ د لوړې کچې اجرائيوي رئيس ګينو ديلوکا وويل(اواز۳) د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون به ژر پرانيستل شي او دا د چين، های نان ولايت او نړيوالې سوداګريزې ټولنې لپاره ډېر اهميت لري. مونږ پردې وياړو چې په دې نندارتون کې ګډون کوو او د های نان د ازادي بندر په ابادۍ کې برخه اخلو. دغه نندارتون زمونږ د شرکت لپاره هم ډېر اهميت لري، ځکه مونږ باور لرو چې زمونږ توليدات به په چين کې ښه بازار او راتلونکی ولري.

د لوکس په نوم د جاپان شرکت به په دې نندارتون کې د سينګار توليدات نندارچيانو ته وړاندې کړي. په چين کې د دې شرکت د عمومي مدير مرستيالې لو يان وويل(اواز۴) دغه نندارتون زمونږ لپاره يو لوی او نوی فرصت دی. اوس چين د پرمختيايي جوړښت د جوړولو لپاره هڅه کوي او د کورنی او نړيوال دورانونه پرمخبيايي. د چين دغه چارې زمونږ د شرکت لپاره نوی ستراتيژيک فرصت برابر کړی دی. مونږ هيله لرو چې د دې ډګر له لارې لازيات ښه توليدات او سرچينې دغه نندارتون ته ورسوو تر څو لازيات توليدات اخيستونکي او مصرف کونکي راجلب او نوی همکاريز فرصت پيدا کړو.

د نړيوالو مشهورو شرکتونو پر غرفو سربېره به په دې نندارتون کې د چين د بېلا بېلو ولايتونو او کورواکو سيمو غرفې هم ځای ولري تر څو د چين مصرف توکي نړيوال بازار ته داخل شي.

په دې نندارتون کې به نه يوازې ډول ډول توليدات نندارې ته وړاندې شي بلکې نوی مصرفي نظرونه هم خپريږي. مونږ هيله من يو چې کورنۍ او بهرنۍ تصدۍ په دې نندارتون کې ښې لاسته راوړنې ولري.