چيني استازي د امنيت شورا د نوبتي رئيس په توګه د م م د عمومي اسامبلۍ په فعاليتونو کې ګډون وکړ
CRI2021-05-06 09:52:23
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م عمومي اسامبلۍ د مې په ۵مه نېټه د څواړخيزم او سوله ييزې ډيپلوماسۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت ډيالوګ تر سره کړ. په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون چې په روانه مياشت کې د م م د امنيت شورا نوبتي رئيس دنده پر غاړه لري، له سرمنشي انتونيو ګوټريس، د عمومي اسامبلۍ له رئيس بوزکر، د اقتصادي او ټولنيزو چارو شورا له مشر اکرام او د نړيوالې محکمې له مشرې جون دونوهو سره يو ځای په دغه ډيالوګ کې ګډون وکړ او له څواړخيزم څخه د ملاتړ او د م م رول د پياوړتيا په شمول مسئلو په هکله يې د غړو هېوادونو له مختلفو استازو سره د نظريو تبادله وکړه.

د چين دايمي استازي جانګ جون څرګنده کړه چې امنيت شورا د نړيوالې سولې او امنيت ساتلو ته لومړيتوب ورکوي او غړي يې په دې پوهېږي چې سترې دندې او مسؤليتونه لري او د م م د منشور مراعات دې وکړي. اوس مهال نړۍ د کرونا وبا د خپرېدو، اقليمي بدلون او د بشري اړتياوو د چټک زياتوالي په شمول له زياتو نړيوالو ننګونو سره مخ ده چې يوازې پر څواړخيزم ور سره مقابله کېږي. 

( سپوږمۍ)