د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۶ مه نېټه د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې د غلو دانو پر ثبات او پرمختګ خبرې وشوې او اړوند ادارو ته پکې لاښوونه وشوه چې د غلو دانو د توليد د لا پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړي او د غلو دانو د خونديتوب لپاره دې خپل توان پياوړی کړي.
(مينه)