شي جين پينګ د م م له سرمنشي ګوټريس سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-05-07 11:16:47
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶مې نېټې په شپه د م م له سرمنشي انتونيو ګوټريس سره تليفوني خبرې وکړې. 

شي جين پينګ د خپلو خبرو په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه چې م م له تېرو څو کلونو راهيسې له بې سارې پيچلي حالت سره مخ شو، خو څواړخيزم په دې اثر مخ په زياتېدونکی ملاتړ هم لاسته راوړ. څواړخيزم پرته له م م، نړيوالو قوانينو او د مختلفو هېوادونو له همکارۍ نشي تر سره کېدای. نړۍ رښتينی څواړخيزم ته اړتيا لري. مختلف هېوادونه بايد د م م د منشور او اصولو په رڼا کې خپلې دندې تر سره کړي، نه دا چې په يواړخيزم او بادارۍ لاس پورې کړي يا د څواړخيزم په نوم د ايډيالوژيکي مخالفت په غرض د څو هېوادونو کړۍ جوړه کړي. چين به په دوامداره توګه د م م او سرمنشي له کارونو څخه ملاتړ وکړي او رښتينی څواړخيزم به خوندي وساتي. 

د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په تليفون باندې د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې او په م م کې د نوي چين څوکۍ د اعاده کېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې م م د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين لاسته راوړنې، له څواړخيزم او م م څخه د چين ټينګ ملاتړ او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د چين ژمنې ستايي او له چين څخه مننه کوي چې د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې، په پرمختيايي هېوادونو کې د واکسين د مساوي برابرۍ او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په برخو کې يې مهم خدمتونه کړي دي. 

( سپوږمۍ)