د چين مصرفي بازارونه د کارګرو نړيوالې ورځې د رخصتۍ په موده کې ډېر ګرم وو
cri2021-05-07 12:40:01
شريکول:

په چين کې د کارګرو نړيوالې ورځې د پنځه ورځنۍ رخصتۍ په موده کې کابو ۲۳۰ ميليونو کسانو د هيواد دننه تګ راتګ کړی او له سيلانيزو سيمو يې ليدنې کړي او په همدې مو ده کې د هېواد په کچه سيلانيز عايدات ۱۱۳ ميليارډه او ۲۳۰ ميليونه يوانه ښودل شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله  يو برابر  زياتوالی ښيي.  د دغه هېواد په سينماګانو کې د يو مليارډ او ۶۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت فلمي ټکټونه پلورل شوي، چې دغه شمېر په تاريخ کې نوی رېکارډ جوړ کړی دی. برسيره پردې د دغې رخصتۍ په لومړيو څلورو ورځو کې انلاين تجارتي ارزښت ۱۵۰۰مليارډه يوانه و، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪5.3 زياتوالی ښيي.

يادې يولړ شمېرې د دې ښودنه کوي، چې د چين مصرفي بازاونه ګرم روان دي. بلومبرګ نيوز (Bloomberg News) په يوه راپور کې ليکلي، چې  په چين کې د کارګرو نړيوالې ورځې له رخصتۍ مخکې  د الوتکو او  پارکونو ټکېټونه ډېر ژر پلورل شوي او له دې څخه څرګنديږي، چې د چين اقتصاد د کرونا وبا پر وړاندې په چټکۍ پرمختګ کړی دی. د روسيې لومړي تلويزيون کوربه ويلي، د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې په چين کې ډېرو خلکو سيل کړی او د سيلانيانو شمېر يې نوی رېکارډ جوړ کړی دی، اوس په دغه هېواد کې خلک يو بل ځای ته ازاد تګ راتګ کولی شي. د هسپانيې اې بي سي ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په چين کې د سيلانيانو لوی شمېر  په دغه هېواد کې د کرونا وبا د ښه کنترولېدو ښکارندويي کوي، دغه هېواد اوس د کرونا ضد واکسين د تطبيق لړۍ د ترسره کولو په هڅه کې دی.

د چين اقتصاد ځکه په چټکۍ بيا پرمختک کړی، چې د دغه هېواد حکومت د کورنيو اړتياوو د پراخولو او د پيسو مصرف د هڅولو تګلارې غوره کړي،د خلکو عايدات دوباره زيات شوي او د بازارونو چاپيريال ورځ تر بلې ښه کيږي.

د چين حکومت ژمنه کړې، چې د هيواد بازار به پر نړيوال بازار بدل کړي او له نورو سره به  بازاري فرصتونه شريک کړي او ټول به ترې ګټې واخلي. د چين حکومت خپله ژمنه  ښه پلې کوي، د بېلګې په توګه په روانه مۍ مياشت کې يې په شانګهای کې د توکو اخيستلو فيسټيوال ترسره کړ، چې پر مهال يې د ۵۵۰ نړيوالو برانډونو څه باندې ۲۸۰۰ نوي توليدات نندارې ته وړاندې  کړل او تجارتي اعلانونه يې خپاره کړل.

د چين حکومت دا هم ويلي، چې دوی به د کرونا وبا پر وړاندې د خپل هېواد د اقتصادي ودې لپاره دوه دورانونه جوړ کړي، چې يو يې د کورني بازار دوران او بل يې د نړيوال بازار دوران دی، د دغه پلان له مخې به چين لومړی د  کورنیو اړتياوو د پراخولو او داسې نورو طريقو له لارې خپل کورني بازار يعنې لومړي دوران ته پرمختګ ورکړي او د دې ترڅنګ به له نړیوالو تصديو سره بازاري فرصتونه شريک کړي، څو نړيوال بازار يعنې دويم دوران هم فعال شي.

د چين حکومت د يادو دوو دورانونو د جوړولو په هڅه کې دی.  د چين د مصرفي توکو لومړی نړيوال نندارتون د مۍ په اوومه نېټه د دغه هېواد په های نان ولايت کې پرانيستل شو او د نړيوالو برانډونو د نندارځي پراخوالی پکې ۶۰ زرو ومترو مربع ته رسيږي، چې د دې نندارتون په عمومي مساحت کې ٪75 نيسي. له دې وړاندې ډېر پخواني نندارتونونه لکه د ګوانګ جو تجارتي نندارتون، د شانګهای وارداتي نړيوال نندارتون  او د خدماتي سوداګرۍ نندارتون کې هم د بهرنيو توليداتو د ښودلو لپاره ډېر لوی نندارځي جوړ او د توکو پلورلو لپاره يې ښه زمينه برابره شوې وه. ويل کيږي چې د چين حکومت له نړۍ سره پر خپلې ژمنې ټينګ ولاړ دی. د چين بازار د بهرنيو تصديو لپاره ډېر ښه فرصت دی او دوی کولی شي، چې له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړي.