چين، امريکا، روسيې او پاکستان د افغانستان مسئلې په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه
CRI2021-05-07 11:29:06
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۶مه نېټه د يوې نوبتي خبري ناستې په ترڅ کې داسې معلومات ورکړل چې چين، امريکا، روسيې او پاکستان د اپريل په ۳۰مه نېټه په دوحا کې د افغانستان مسئلې په اړه يوه څلوراړخيزه غونډه جوړه کړه او د افغان حالاتو او د سولې بهير د پرمخبيولو په شمول د څو مسئلو په اړه يې د نظريو تبادله وکړه. د يادې غونډې په پای کې يوه ګډه اعلاميه خپره شوه. 

نوموړي څرګنده کړه، څلور خواوو له دې سره موافقه کړې چې په مذاکراتو سره د سياسي حل لايحې رامنځته کېدل په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تر سره کېدو يوازنۍ سمه لار ده. بهرني ځواکونه بايد په مسؤلانه توګه له افغانستان څخه ووځي او د دغه هېواد واک ارام انتقال دې تضمين کړي. د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې مختلفې خواوې بايد ژر د اساسي مسئلو په هکله هوکړه وکړي، د خپل هېواد سوله او ثبات دې پرمخ بوزي، يو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي او تلپاتې اوربند دې تر سره کړي. 

چيني خوا پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان د سولې بهير اوس په تاريخي کليدي مرحله کې دی، که پرمختګونه و نه کړي، نو ناکامۍ خوا ته به لاړ شي. د سولې او ثبات ژر تر سره کېدل د افغانانو او نړيوالې ټولنې ګډه ارزو ده. چين، امريکا، روسيه او پاکستان بايد د منځګړيتوب لپاره لا زيات کارونه وکړي او په يووالي سره دې د سولې مذاکراتو په پرمخبيولو کې لا رغنده رول ولوبوي. 

( سپوږمۍ)