د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۷مه نېټه اعلان وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا وبا ضد د چين د سينوفارم شرکت جوړ واکسين تائيد او ورته د بيړنۍ کارونې اجازه ورکړه. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې دغه نړيوال سازمان د همدې ورځې په مازديګر د کرونا وبا ضد د چين د سينوفارم شرکت جوړ واکسين ته د بيړني کارونې سرتيفيکيټ ورکړ او په دې سره دغه واکسين د روغتيا نړيوال سازمان لخوا ۶م تائيد شوی واکسين ګرځېدلی دی.
( سپوږمۍ)