اوسنۍ نړۍ رښتيني څو اړخيزم ته اړتيا لري
cri2021-05-08 12:04:43
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په لندن کې د اوو صنعتي هېوادونو ګروپ(G7) د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې وويل، چې د امريکا هدف د چين مخه نيول نه، بلکې د اصولو پر اساس د نړيوال نظم ساتل دي. ډېرې رسنۍ په دې باور دي، چې بلينکن که څه هم چين د امريکا د هدف په توګه نه دی په ګوته کړی،  خو اصلي هدف يې همدغه هېواد دی او امريکا په حقيقت کې نړيوال نظم نه دی ساتلی، بلکې تر نورو يې دغه نظم ډېر خراب کړی دی.

د نورو په کورنيو چارو کې نه مداخله د ملګرو ملتونو په منشور او  په نړيوالو اړيکو کې  يو بنسټيز او مهم اصل دی. که تاريخ ته وکتل شي، نو په اسانۍ به وموندل شي چې امريکا همېشه د څو اړخيزم د ساتلو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله کړې ده. د بېلګې په توګه امريکا خپل ملګري د اوو صنعتي هېوادونو ګروپ د بهرنيو چارو وزيرانو يادې غونډې ته راوبلل او ورسره يې د چين پر هانکانګ، شينجيانګ او داسې نورو کورنيو چارو لفظي بريدونه کړي دي.

د نړيوال قانون له مخې، هيڅ هېواد نه شي کولی چې په غير قانوني ډول له زور څخه استفاده وکړي يا د زور په وسيله نور هېوادونه تهديد کړي. خو امريکا څو څو ځلې له نړيوال قانون څخه په سرغړونې په نورو هېوادونو کې جګړې پيل کړې دي. امريکا په ۲۰۰۳کال کې د جامو منځلو له پوډر څخه ډک يو بوټل ته د عراق جوړه شوې نوې کيمياوي وسله وويله او په دې پلمه يې د ملګرو ملتونو له اجازې پرته پر عراق بريد او جګړه پيل کړه چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژبله واوښتله.

امريکا که څه هم د نړۍ ډېر لوی هېواد دی، خو په غير مسئولانه توګه د روغتيا او سوداګرۍ له نړيوالو سازمانونو څخه ووتله. د ملګرو ملتونو د شمېرنې له مخې، امريکا د روان کال تر اپريل پورې په ملګرو ملتونو کې د غړيتوب فيس يعنې يو ميليارډ او ۲۳۷ مليونه ډالره پوروړې ده  او تراوسه يې دغه فيس نه دی ادا کړی چې دغه شمېر د ملګرو ملتونو په پورونو کې نيمه برخه نيسي.  نړيوالو سازمانونو ته د غړيتوب فيس ورکول د غړو نړيواله دنده ده، امريکا دغه بنسټيزه دنده نه ده ترسره کړې، نو دغه هېواد څنګه د نړيوال نظم د ساتنې ادعا کولی شي؟

په نړۍ کې يوازې يو نړيوال سيستم شته او دغه سيستم د ملګرو ملتونو پر محور راڅرخي. په نړۍ کې د نړيوالو اړيکو يوازې هغه بنسټيز اصول شته چې د ملګرو ملتونو د منشور پر  بنا دي. هغه لويديځ هېوادونه چې همېشه يې د نړيوال سيستم او د نړيوالو اصولو په پلمه د نورو مخه نيسي، بايد لومړی ځانونه د نړيوال سيستم او نړيوالو اصولو تابع او برابر کړي.

ډېرې رسنۍ او شنونکي د اوو صنعتي هېوادونو ګروپ د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه له وخت تېره ګڼي. د اروپا په يواوبسيرور (EUOBSERVER) ويبپاڼې کې يوه خپره شوې مقاله کې راغلي ((د اوو صنعتي هېوادونو ګروپ دې لغوه شي، ځکه هغه ”پخوانی ميراث دی)). مشهور بريټانوي کارپوه ماټين يک په خپله يوه ليکنه کې ليکلي ((د خدای پامان! G7. پخوا يې د نړۍ لارښوونه کړې وه، خو اوس يوازې د نړۍ ډېره وړوکې برخه ګرځېدلې ده.))

د رسنيو او شنونکو يادې ارزونې له حقيقت سره برابرې دي. له کرونا وبا سره مبارزه، چاپيريال ساتنه او اقتصادي بيا سمسورتيا د اوسمهال لپاره دری مهم نړيوال موضوعات دي، خو د G7 د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله غونډه کې پر دغو دريو موضوعاتو نه، بلکې د نورو هېوادنو پر کورنيو چارو يې تمرکز وکړ او د دوی دغه کړنه د يو اړخيزم او بادارۍ کړنه ده چې د نړيوال سيستم او نړيوالو اصولو د ساتلو لپاره هيڅ ګټې نه لري.

اوسنۍ نړۍ رښتيني څو اړخيزم ته اړتيا لري. لکه څنګه چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره د تلېفوني خبرو پر مهال ويلي، بېلابېل هېوادونه دې خپلې چارې د ملګرو ملتونو له منشور او اصولو سره سمې ترسره کړي، يو اړخيزم او باداري دې نه کوي او له ايديالوژيکي تقابل څخه دې لاس واخلي. که نه، نړۍ به د پرشا تګ په خوا روانه شي.