شي جين پينګ د اولمپيک نړيوال کمېسيون له مشر سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-05-08 09:57:31
شريکول:

 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۷مه نېټه د اولمپيک نړيوال کمېسيون له مشر توماس باچ سره تليفوني خبرې وکړې. 

شي جين پينګ د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې چين اوس د بېجينګ اولمپيک او پرالمپيک ژمنيو لوبو د جوړولو لپاره په بېلا بېلو تياريانو بوخت دی. د ټولو سټېديمونو ساختماني کارونه بشپړ شوي، د سيالۍ د تشکيلولو او د سټېديمونو اداري کارونه، اړوندې خدمتي چارې، مطبوعاتي او کلتوري فعاليتونه روان دي. پر واورو او کنګلونو باندې څو ازمويښتي پروګرامونه هم تر سره شوې دي. چين به د روان کال په دوهمه نيمايي کې د مختلفو ازمويښتي سياليو ښه کوربتوب وکړي او د بېجينګ د اولمپيک او پرالمپيک ژمنيو لوبو لپاره به ټينګ بنسټ کېږدي.

توماس باچ څرګنده کړه چې اوس مهال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کارونه په مهمه مرحله کې دي. د اولمپيک نړيوال کمېسيون به د اولمپيک پر منشور ټينګار وکړي، د اولمپيک لوبو ته د سياسي رنګ له ورکولو سره به مخالفت وکړي، په ټاکلي وخت کې د بېجينګ د اولمپيک او پرالمپيک لوبو له تر سره کېدو څخه به پوره ملاتړ وکړي. باور لرم چې دغه دوه لوبې به نړۍ ته د کرونا وبا ضد د مبارزې يوه ښه نمونه وښيي، پر واورو او کنګلونو سپورټي لوبو ته به پرمختګ ورکړي او د اولمپيک لوبو د پرمختګ لپاره به مهم خدمتونه وکړي. 

( سپوږمۍ)