د استراليا چين ضد سياستوال دې د چين په خبرداري سره په سمې لارې باندې ګام پورته کړي
cri2021-05-08 11:19:17
شريکول:

( استراليا به د خپل جګړه مار عادت لوړه بيه ورکړي )، دا جمله د امريکايي خبريال برادلي بلانکنشيپ په دغه تبصره کې راغلې ده چې د مې په ۶مه نېټه د Rassia Today په ويبپاڼه کې خپره شوې. په دې تبصره کې دې ته اشاره شوې، چې چين تر ډېرې اوږدې مودې پورې د دغه هېواد او استراليا د ستراتيژيکي اقتصادي ډيالوګ تر ميکانيزم لاندې د ټولو فعاليتونو د بندولو اعلان کړی دی. استراليايي سياستوال د چين ضد لمسون باندې لګيا دي، خو په نتيجه کې يې يوازې خپل هېواد ته زيانونه اړولي.

مګر يادو سياستوالو له اندېښنې سره سره دغه تازه خبرداري ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې. د استراليا د تجارت وزير دان تيهان ويلي، چې که څه هم چين مايوسه کوونکې پرېکړه کړې، خو استراليا لا هم غواړي له دغه هېواد سره ديالوګ او د وزيرانو په کچه غونډه تر سره کړي، د ده له خبرو نه داسې احساسېږي لکه استراليا له دې پېښې پښېمانه ده او د نورو لخوا تېر ايستل شوې ده.

خو حقيقت دا دی، چې د استراليا يو شمېر سياستوالو، لوړپوړو پوځي چارواکو او خبريالانو په دې وروستيو کې په ليوني ډول د دواړو هېوادونو تر منځ د خړپړو اړيکو او احتمالي پوځي شخړو فضا جوړوله، د ( دولتي امنيت د ساتنې ) په پلمه يې د تجارت او کولتور په ګډون ساحو کې د دواړو خواوو په تر لاسه شويو برياليتونوبو حملې کړې او د دواړو خواوو تر منځ متقابل اعتماد او همکاريز بنسټ يې سخت خراب کړی دی.

په تيره اپرېل مياشت کې، د استراليا فيډرالي حکومت په علني ډول د دغه هېواد د ويکتوريا ايالت او چين لخوا لاسليک شوی د يو کمربند او يوې لارې همکاريز ياددښت او چوکاټي تړون مات کړی، لامل يې څرګند نه دی. د استراليايي رسنيو د بل خبر له مخې، دفاع وزير پيتر دوتون په دې وروستيو ورځو کې دا ښکاره کړې، چې د بهرنيو چارو وزيره ماريس پېن د داروين بندر د ۹۹ کلونو اجارې تړون ارزونه کوي چې د دغه هېواد د Northern Territory حکومت او يو چيني شرکت لخوا لاسليک شوی و او و يې ويل، چې که دغه تړون د استراليا له دولتي ګټو سره سمون و نه لري، ماريس پېن به اقدامات غوره کړي.
که د استراليا حکومت يو ځل بيا له لاسليک شوي تړونه ووځي، د دغه هېواد او چين تر منځ اړيکې په لا خرابې شي، همدا د چين د يادې پرېکړې لامل دی. د چين پرېکړه نه يوازې د خپلو معقولو ګټو د ساتنې لپاره استراليا ته ځوابي اقدام، بلکې دغه هېواد ته جدي خبرداری هم دی. (شکريه)