د شينجيانګ په اړه حقيقت هلته دی، امريکا بايد ځان دوکه نه کړي
cri2021-05-09 11:22:32
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ په اړه دوه فعالیتونه تر سره شول چې پکې د دروغ او حقيقت ترمنځ سيالي ليدل کيږي.

يو فعاليت دا دی چې د امريکا د عوامو مجلس د ديپلوماتيکو چارو کميټې په دې وروستيو ورځو کې د تش په نامه د شينجيانګ مسئلې په هکله د ګواهي اورېدو بهیر تر سره کړ. خو دا له اټکل څخه وتلې نه ده چې په دې بهير کې د شينجيانګ د بېلتون غوښتونکو او په دغه سيمه کې د چين د تګلارې په خلاف متعصبو لرونکو کسانو د چين ضد ننداره نندارچيانو ته وړاندې کړه.

د دې ترڅنګ په امريکا کې د چين سفارت او د شينجيانګ د اويغور د کورواکې سيمې په کوربتوب د ښکلي شينجيانګ په نوم يوه ويډيويي غونډه تر سره شوه. د شينجيانګ چارواکو او وګړو د نيکمرغه ژوند په اړه خپلې کيسې له نړيوالو سره شريکې کړې او په دې غونډه کې له امريکايي برخوالو سره يې د نظريو تبادله کړې ده.

دا د پاملرنې وړ ده چې له دې غونډې نه مخکې د چين لوري هم د امريکا د پارلماني غړو او د دوی مرستيالانو ته په غونډه کې د ګډون بلنه وکړه، خو دوی چې تل يې په خپلو ويناوو کې د شينجيانګ بشري حقونو ته پاملرنه کړې، په ياده غونډه کې ګډون ونه کړ.

نو ولی د دوی خبرې له عمل سره مطابقت نه لري؟  ځکه چې دوی په دې ښه پوهيږي چې د شينجيانګ په اړه د حقيقت پر وړاندې به د دوی دروغ خامخا افشا شي.امريکايي سياستوال په سمه توګه حقيقتونو ته نه ګوري، نو يوازې ځان دوکه کوي.

خو حقيقت تل حقيقت دی او نه شی پټيدای.

دا د پاملرنې وړ ده چې د امريکا نوی حکومت د واک تر لاسه کولو وروسته د چین په مقابل کې پخوانۍ تګلارې ته ادامه ور کړې او له ملګرو هېوادونو سره يې د شينجيانګ مسئلې په پلمه پر چين باندې تورونه لګولي چې موخه يې د دې سيمې پرمختګ ته د زيان رسول او د چين مخنيوی دی. انټرنېټ کاروونکو په ګوته کړی چې امريکايي سياستوال نه غواړي د چين د شينجيانګ د خلکو بشري حقونو ساتنه وکړي بلکې د دوی حقونو ته يې زیانونه  رسولي دي.

د شينجانګ د پرمختګ حقيقت دا دی چې د چين د حکومت د سمې تګلارې په پلي کېدو سره په تېرو څلورو کلونو کې په دې سيمه کې د زوز زياتي او ورانکارۍ  پېښې نه دي رامنځته شوې او ښه اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې هم کړی دی. له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کاله پورې د شينجيانګ د توليداتو عمومي ارزښت منځنی کلنی پرمختيايي انډول  په سلو کې ۷ اعشاريه دوه زیات شوی او د هر تن په سر منځنی کلنی پرمختیايي انډول په سلو کې ۹ اعشاريه ۱ زيات شوی دی.

د امريکا ځينو سياستوالو د شينجيانګ پر ياد پرمختيايي حقيقت سترګې پټې کړې او غواړي چې د شينجيانګ ثبات او  د چين پرمختګ ته زيان ورسوي. خو د حقيقت پر وړاندې د دوی له دروغو ډکه دسيسه به خامخا ناکامه او رسوا شي.