د چين د هانکانګ سيمې محکمې څو ورځې وړاندې څلورو کسانو ته چې د سيمه ييز حکومت له اجازې پرته مظاهره را ايستلې وه، له څلورو تر لسو مياشتو پورې د بند په جزا باندې محکوم کړی شول. خو ځينو امريکايي سياستوالو د هانکانګ د محکمې دغه پرېکړه غندلې او له هغې څخه يې آن غوښتنه کړې ده چې دغه قانون ماتوونکي او مجرمين دې خوشي کړي.
د چين مېډيا ګروپ مبصر پدې اړه وايي، امريکايي سياستوال د هانکانګ سیمې قوانين په ښکاره توګه تر پښو لاندې کوي. نوموړي په یوې تبصرې کې پدې اړه ليکلي دي چې د نورو په کورنیو چارو کې د نه مداخلې اصل د ملګرو ملتونو د منشور، همدارنګه د نړيوالو اړیکو له مهمو اصولو څخه دی او د بېلابېلو هېوادونو د خپلواکۍ او د نړيوال عدالت د ساتلو لپاره بنسټ هم دی. ځینو امريکايي سياستوالو پر نړيوالو قواعدو سترګې پټې کړې او څو څو ځلې يې د ازادۍ او ديموکراسۍ د ساتلو په پلمه د چین په کورنيو چارو کې يې مداخله کړې ده، نوموړي همدارنګه دېته اشاره کړې ده چې د دغو امريکايي سياستوالو اصلي هدف د هانکانګ سيمې د ثبات خرابول او د چين د پرمختګ مخه نيول دي.