ايا د مصرفي توکو په نړيوال نندارتون کې د شينجيانګ د کاشغر وچه ډوډۍ (ټيکله) پر ملي لږکي قوم ظلم بلل کيدلی شي؟
cri2021-05-09 23:22:15
شريکول:

د يو څه مودې راهيسې د لويديځو هيوادونو ځينو سياستوالو او خبري رسنيو پر شينجيانګ د تور لګولو په هدف له بېلا بېلو افزارو کار اخلي له هېڅ ډول درواغو، ګونګسو خورولو او پرواپاګندونو درېغه نه کوي، د جعلکارۍ، د حقايقو د تحريفولو د بې شرمۍ اندازه او سويه يې د حيرانۍ وړ پاتې شوې ده. دوی پر چيني حکومت تور لګوي چې په شينجيانګ کې پر لږکيو قومونو باندې ظلم کوي او د دوی د پرمختګ مخه نيسي حتی چې د لږکيو قومونو ټولوژنې تور يې پرې ولګولو او متأسفانه ډېر نور داسې مزخرف او د بې اساسه خبرو او تورونو بريدونو سلسله يې روانه ساتلې ده. خو په حقيقت کې دا د لمر په شان ټولو ته ښکاره ده چې په شينجيانګ کې ټول لږکي قومونه د سمسورتيا او د ښه پرمختګ په حال کې دي او د بېوزلۍ له حالت څخه تر ډيره وتلي دي او د شتمنېدو په لاره ګړندي مزل کوي، خو د لويديځو هيوادونو دغو سياستوالو او خبري رسنيو پرې سترګې پټې کړې دي.

د لومړۍ دورې د مصرفي توکو نړيوال نندارتون په موده کې چې اوس د های کو په ښار کې روان دی، د شينجيانګ په غرفه کې د وچې ډوډۍ (ټيکلې) د ښودنې په ځای کې تر بل هر ځای ډېره ګڼه ګوڼه وه، دوه اويغوري ځوانان چې قومي جامې يې په تن وې، د پاملرنې وړ وو. دوی هلته له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلو مېلمنو ته د شينجيانګ د کاشغر وچه ډوډۍ (ټيکله) معرفي کوله او دوی يې هڅول چې خوند يې وګوري او وخوري. د دغې وچې ډوډۍ د نندارځای مسئول ارکونجان احمدي د شينجيانګ د کاشغر له يزاژات ولسوالۍ څخه راغلی دی او خبريالې ته يې وويل چې دوی دا ځل د يوولسو مختلفو ډولونو څه دپاسه لس زره ټيکلې راوړې دي. هغه چې د نندارتون په دريمه ورځ تقريباً ټولې وپلورل شوې. دوی د سترې برخې له پنځو تصديو سره د پلورنې همکارۍ سندونه لاسليک کړي دي کومې چې دغه لاسته راوړنې د دوی له اټکل څخه وتلې دي.

په دې وروستيو کلونو کې په شينجيانګ کې د وچې ډوډۍ (ټيکلې) توليدي چارې په ټول شينجيانګ په تيره بيا په جنوبي برخه کې يې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي. د ځايي حکومت تر ملاتړ لاندې د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکو په ګډه ډېرې عالي، خوندورې وچې ډوډۍ (ټيکلې) پخوي او د ښو دوديزو خوندورو خوراکونو کيفيت يې تأمین کړی او ساتلی دی. وچه ډوډۍ (ټیکله) د شينجيانګ د لږکيو قومونو په عادي ورځنيو خوړو کې مهم ځای لري او اوس د هيواد سترې برخې او هم په ځينو بهرنيو هيوادونو کې ښه بازار او مينوال لري. دغه راز د وچې ډوډۍ (ټیکلې) توليدي چارې د بېلا بېلو وچو ميوو او د ګلاب ګلونو د کرنې او د سيلانۍ په شمول د يو لړ نورو ځانګړو چارو پرمختګ ته هم وده ورکړې ده چې د لږکيو قومونو او ځايي خلکو ته يې د ډېرو زياتو عايداتي سرچينو په موندلو کې ونډه درلودلې ده. د وچې ډوډۍ (ټيکلې) توليد په هغه شرکت کې چې ارکونجان احمدي پکې کار کوي، د لږکيو قومونو څه دپاسه ۱۲۰۰ کارکوونکي په کارونو لګيا دي چې مياشتني معاشونه يې د کارونو د وخت له مخې له ۲۵۰۰ يوانو څخه تر ۵۰۰۰ يوانو پورې دي. دغه ولسوالي د دغو ځانګړو توليدي چارو له لارې اوس په بشپړه توګه د بېوزلۍ له حالت څخه وتلې ده او د ځايي لږکيو قومونو خلکو ژوند د شتمنېدو او نېکمرغۍ په لوري روان شوي دي. نوموړي په دې اړه معلومات ورکړل چې په شينجيانګ کې د وچې ډوډۍ (ټیکلې) د ورته شرکتونو شمېر زيات دی او ټول د چټک پرمختګ په حال کې دي. له دې چارو څخه د ترلاسه شوو ګټو د ځايي اوسيدونکو د ژوند سويې په لوړوالي کې مستقيم رول درلودلی دی. 

د کاشغر دغه اوسېدونکی ارکونجان احمدي د دوه ماشومانو پلار دی، ژوند او روزګار يې ډاډمن او نيکمرغه دی، ايا دا نو اوس جبري کار يا نژادي وژنه شوه؟ د چين حکومت د خپلو ملي لږکيو وګړيو د ښه ژوند او روزګار د تأمين لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې، د وچې ډوډۍ (ټيکلې) په شان توليداتو په برخه کې يې هم ډېر خدمتونه او فرصتونه رامنځته کړي دي او په دې توګه د ملي لږکيو وګړي د خپلو کارونو او کسبونو له لارې د خپلې خوښې وړ عايدات تر لاسه کوي، ايا دا د ملي لږکيو د پرمختګ مخنیوی بلل کيږي؟

     راځئ چې د امريکا په شمول په ځينو لوېديځو هېوادونو کې د لږکي نژادونو د ژوند حالت ته هم لږ وګورو. د ډېرو ترسره شوو ټولپوښتنو له نتيجو څخه دا څرګنده معلوميږي چې زياتره امريکايان په دې هېواد کې د نژادي حالت څخه ځوريږي او ترې ناخوښه دي. د امريکا په ټولنه کې د سپين پوستو د درناوي او برترۍ نظريه له ورايه ښکاره او څرګنده ده او د لږکيو نژادونه تل پکې له سختو مشکلاتو سره مخ پاتې شوي دي. په تېره بيا د کرونا وبا د منفي اغېزو له امله، د روزګار په برخه کې د لږکيو ستونزې لا پسې څو برابره زياتې او لا پسې پراخې شوې دي، ګڼ شمېر بېکاره شوي دي او د ژوند پر وړاندې يې زيات مشکلات رامنځته شوي دي. بله خوا، امريکا تل خپل ځان د بشري حقونو لارښوونکی بولي، خو ايا د خپلو دغو اتباع لپاره يې لومړني بشري حقونه تأمين کړي دي؟