ايمانويل مکرون: امريکا خپل جوړ کړی د کرونا ضد واکسين ټول په خپل هېواد کې مصرفوي
cri2021-05-09 18:35:55
شريکول:

امریکا څو ورځې وړاندې د کرونا ضد واکسين د جوړولو تخنيک د امتيازي حق له لاس اخيستلو څخه ملاتړ اعلان کړ، فرانسه ظاهراً د امريکا له دې کړنې سره موافقه ده، خو د دغه هېواد ولسمشر ایمانويل مکرون د کرونا ضد واکسين د صادرولو په برخه کې د ځينو هېوادونو اقدامات کمزوري بللي دي او د امریکا غندنه يې کړې ده چې خپل جوړ کړی د کرونا ضد واکسین يې ټول خپلو بازارونو ته وړاندې کړی دی.

ايمانويل مکرون د روانې مياشتې په اوومه نېټه په پورتګال کې د اروپايي ټولنې د يوې سرمشريزې په څنډه کې د کرونا ضد واکسين عادلانه وېش د نړۍ د یووالي لپاره تر ټولو د مهمې دندې په توګه بللی دی او د واکسین د جوړولو تخنیک امتيازي حق د دې دندې په ترسره کېدو کې دومره اغېز نه لري. نوموړي وویل، د واکسین د جوړولو تخنيک امتيازي حق که هغو لابراتوارونو ته ورکول شي چې د واکسين په جوړولو باندې بيخي نپوهيږي او يا يې بيخي وړتيا نه لري، نو دا کار به څه ګټه وکړي؟ 

د فايننشل ټايمز ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي، چې د مکرون يادې خبرې د امريکا په اړه دي. د ګارډين ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي، چې مکرون په دغو خبرو کې له بريتانيې او امريکا څخه غوښتنه کړې ده چې پر نورو هېوادونو دې واکسین وپلوري.

د فوربيس مجلې ويبپاڼې خبر ورکړی چې چین د روان کال تر مارچ پورې نړۍ ته ۱۰۹ ميليونه دوزه د کرونا ضد واکسین صادر کړي چې تر نورو هېوادونو يې اندازه ډېره او لوړه ده او په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین په ټولو صادراتو کې ٪48 نيسي.

امریکا تر چین وروسته دوهم هېواد دی چې د کرونا ضد واکسین ډېر توليد يې کړی، خو تېر مارچ مخکې يې توليد شوی واکسين ټول د خپلو خلکو لپاره مصرف کړی دی، بريتانيې تېر مارچ مخکې ۱۶ ميليونه دوزه واکسین توليد کړی او ټول يې د خپل يې ځان لپاره مصرف کړي دي.