کرونا ضد چيني واکسين ته د نړۍ اړتياوې زياتې شوې
cri2021-05-09 11:30:56
شريکول:

د هند د پرېنټ (The Print) خبري ويبپاڼې د می په اوومه نېټه خبر ورکړ چې د هند او امريکا واکسين مؤثريت په کمېدو سره د کرونا ضد پر چیني واکسین باندې د نړۍ تکيه مخ په زياتېدو ده. د روغتيا نړيوال سازمان تر مشرۍ لاندې د واکسین تطبيق”کواکس“پلان (COVAX) که له ټاکلي پلان سره سم د واکسين اخيستلو په خپل لېست کې چيني واکسین شامل کړي او د اسيا، افريقا او لاتينې امريکا پرمختيايي هېوادونو ته يې برابر کړي، نو چيني واکسین ته به د نړۍ اړتياوې نورې هم زياتې شي.

په یاد خبر کې همدارنګه راغلي دي چې په هند کې د کرونا وبا نوې څپې د دغه هېواد د واکسین د عرضې وړتيا ډېره کمه کړې ده. له تېرو څو اوونيو راهيسې ځيني لوی هېوادونه له چينه د زيات واکسين د اخيستلو په لټه کې دي.

د دې ترڅنګ امريکا او اروپا له کرونا وبا سره په مبارزه کې پرمختګونه نه دي ترلاسه کړي. امريکا له تېرو څو مياشتو راهيسې په خپل هېواد کې د واکسین تطبيق لړۍ د تأمين لپاره ګڼ شمېر واکسین زېرمه کړي چې په دې توګه د ډېرو نورو هېوادونو واکسین ته لاس رسی محدود شوی دی او په نړۍ کې د وبا کنټرول لاستونزمن شوی دی.

په هند کې د کرونا وبا بحران د دغه هېواد د واکسین د عرضې وړتيا له ستونزو سره مخ کړې ده او ډېرو هېوادونو د واکسين اخيستلو لپاره له هند څخه چین ته مخونه ګرځولي دي. د هند سيروم انستېتيوټ (Serum Institute of India) چې ځان په نړۍ کې د واکسین تر ټولو لويه توليدي تصدۍ بولي، مشر يې د کرونا وبا د روانې څپې په لومړيو کې له هند څخه بريټانيې ته تښتېدلی دی.

شنونکی شرکت اېرفينيټي (Airfinity) وايي، د چين له لوري صادر شوي د کرونا ضد واکسين د په نړۍ کې د ټولو هېوادونو په پرتله زيات دی چې تر ټولو زيات يې صادر کړي دي.

 د روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۷مه نېټه د چين د سينوفارم شرکت جوړ د کرونا ضد واکسين ته د بيړنۍ کارونې اجازه ورکړه. د دغه سازمان عمومي مدير تدريس په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې دغه نړيوال سازمان د همدې ورځې په مازديګر د کرونا وبا ضد د چين د سينوفارم شرکت جوړ واکسين ته د بيړنۍ کارونې سرتيفيکيټ ورکړ او په دې سره دغه واکسين د روغتيا نړيوال سازمان لخوا ۶م تائيد شوی واکسين ګرځېدلی دی

د طبعيت په نوم نړیوالې مجلې ليکلي دي چې د کواکس پلان غواړي په روان کال کې په نړۍ کې ۲ ميليارډه دوزه د کرونا ضد واکسين وويشي، خو اوس په نړۍ کې د واکسین د عرضې ځنځير د کرونا وبا د خپرېدو له امله سخت زیانمن شوی دی، نو د چين جوړ واکسین ته به د نړۍ اړتياوې په چټکۍ سره لا نورې هم زياتې شي.