کابل کې په پرله پسې چاودنو کې ۲۷ کسان ووژل شول
cri2021-05-09 11:21:52
شريکول:

د می په اتمه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې د نجونو يوه ښوونځي ته نږدې د پرله پسې چاودنو له امله ددې ښوونځي ۲۷ زده کوونکې وژل شوي دي.

د کابل پوليسو ادارې په يوه اعلاميه کې وويل، چې د همدې ورځې په ماسپښين شاوخوا په څلورنيمو بجو د کابل ښار په ۱۳مه حوزه کې د نجونو يوه ښوونځي ته نږدې درې چاودنې وشوې چې له امله يې ۲۷ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي او د مرګ ژوبلې شمېر ښايي نور هم زيات شي. په قربانيانو او ټپیانو کې اکثره د دې ښوونځي زده کوونکي او د دوی پلرونه او ميندې هم شاملې دي.

د دې پېښې يو عيني شاهد محمد جعفر د سينهوا خبري اژانس خبريال ته وويل، ما د چاودنې لوړ اواز واوريد. په داسې مهال کې چې زده کوونکي له ښوونځي څخه تازه رخصتېدلو په حال کې وې او بيرون ته وتلې چې چاودنې وشوې.