د مصرفي توکو په نړيوال نندارتون کې د چين د محصولاتو د لوړ کيفيت پراختيا کچه وښودل شوه
cri2021-05-10 14:44:25
شريکول:

د چين د مصرفي توکو نړيوال نندارتون د غوره مصرفي توکو په موضوع د هېواد په کچه لومړی نندارتون دی چې نړۍ ته د غوره مصرفي محصولاتو د وړاندې کولو او چمتو کولو په لټه کې ډېرو کورنيو صنعتونو په راجلبولو توانېدلی دی. په دې نندارتون کې د چين له ګوټ ګوټ څخه "مشهور، ځانګړي ، عالي او نوي" محصولات راټول او څرګند شوي دي. په نندارتون کې برخوال ډېر بهرني مسلکي خدمتي سازمانونه د چيني محصولاتو د پرمختګ په اړه خوشبينه دي او باور لري چې "د ملي محصولاتو ملاتړ او پورته کول" اوس د چين د اقتصاد يوه مهمه ځانګړتيا بلل کېږي.

د چين د مصرفي توکو نړيوال نندارتون د لومړي نمبر په هال کې ، د شان دونګ ولايت د تای شان د سپورټ  صنعت ګروپ د ژوی باو شرکت عمومي منيجر وانګ چون چينګه په ​​ډېرې خوښۍ سره د خپل شرکت محصول نړيوال نفوذ معرفي کړ.

د موټرو څو مسلکي ټيمونه زموږ محصولات کاروي ، نه سپانسر شوي ، موږ يې پلورو.

ډېر کورني شرکتونه چې په دې نندارتون کې يې برخه اخيستې، په دې تمه دي چې د نندارتون له لارې به خپل محصولات  نړۍ ته صادر کړي. ډېرو بهرنيو مسلکي خدمتي سازمانونو دا هم په ګوته کړې چې په دې وروستيو کلونو کې ډېرو ملي توکو وده کړې او کورني محصولات يې په ځانګړې توګه د ځوانانو لخوا د خوښې وړ دي.

د( Ernst & Young Global Limited) EY شرکت مسؤل موه يي وويل چې د ملي توکو پرمختګ او د چيني سوداګريزو براندونو شهرت د ډېرو عواملو پايله ده.

لومړی ، د ملي غرور زياتوالی يو ډېر مهم لامل دی. هغه محصولات چې په چين کې ډيزاين او توليد شوي، د چين د مصرفوونکو له اړتياوو سره سمون خوري. دوی د ټولنيزو رسنيو له لارې بازارموندنې کې اوچت مقام لري. سربېره پردې ، چيني براندونه د بهرنيو براندونو په پرتله دا توان لري چې ډېر ژر د بازار غوښتنو ته ځواب ووايي.

په ياد نندارتون کې ځينې ګډونوال چيني شرکتونه له نړيوال بازار سره د مخ کېدو لپاره د خپل پرمختګ لوری تنظيموي . د کورني مغولستان د های ژهان د بيولوژيکي ټېکنالوژۍ شرکت مشرې وانګ ای جيوان وويل

زموږ د راتلونکي پرمختګ لار د خامو موادو صادراتو کمولو او د توليد محصولاتو صادراتو ته وده ورکول دي ، نو د صادراتو ګټه (وده کولی شي) ، ځکه چې د توليد شوي محصولاتو صادراتي ګټه د خامو موادو له صادراتو څخه ډېره لوړه ده.

د ښاغلي موه يي د تحليل له مخې چې هغه نړيوال براندونه کوم چې د چين په بازار کې بريالي شوي لامل يې دا دي چې دوی غوره ځايي کارونه کړي دي. هغه وړانديز وکړ چې هغه چيني براندونه کوم چې غواړي نړيوال بازار ته ولاړ شي، هم کولی شي له دې تجربې څخه زده کړه وکړي.

زما په اند، دې اړخ ته هم بايد زياته پاملرنه وشي کله چې چيني براندونه نړيوال بازار ته ځي ، بايد خپل محصولات د ځايي کولو لپاره کوښښ وکړي. د مثال په توګه ، د هر بازار د بازارموندنې ميتودونه يو له بل سره توپير لري ، نو موږ بايد د ځايي چينلونو په رازونو باندې پوه شو.