پخوانی امريکايي ډيپلومات: واشينګټن له چين سره داسې سيالي کوي، چې هرومرو به ناکاميږي
cri2021-05-10 17:02:51
شريکول:

پخواني امريکايي ډيپلومات چارلس فريمن د اېسټ اېشيا فورم په ويبپاڼې کې يوه ليکنه (( واشينګټن له چين سره داسې سيالي کوي، چې هرومرو به ناکاميږي)) خپره کړې ده.

 نوموړي په دغې ليکنه کې امريکا ته وړانديز کړی، چې له چين سره دې ګډې همکارۍ وکړي.

چارلس فريمن په دغې ليکنې کې ليکلي، چې امريکايي بزګرو له چين سره د سوداګريزې جګړې له امله د ۲۴ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چيني بازار زياتره برخه له لاسه ورکړې، کابو ۲۴۵ زرو امريکايانو دندې له لاسه ورکړي او د امريکا جي ډي پي ته لږ تر لږه ۳۲۰ ميليارډه  امريکايي ډالره زيان  رسيدلی دی، خو په ۲۰۲۰م کال کې له امريکا سره د چين د مثبت سوداګريز بيلانس ۵۳۵ ميليارډه امريکايي ډالره ښودل شوی او دغه شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

د دې ترڅنګ چين ډېر سوداګريز خنډونه لرې کړي او له نورو هېوادونو سره يې د ازادۍ سوداګرۍ تړونونه لاسليک کړي، چې په پايله کې يې خپل مقام لوړ کړی دی. نوموړي همدارنګه په دغې لیکنې کې دې ته اشاره کړې، که امريکا له چين سره تقابل ته دوام ورکړي، نو دغه هېواد به لا ګوښه شي، امريکا دې د خپل حاکميت د ښه ساتلو ترڅنګ چين ومني او دغه هېواد دې خپل دښمن نه بولي.